مسلکي او تخنیکي آمریت کې د انجنیرانو ترمنځ د کارونو د ښه منظم کولو په موخه ناسته ترسره شوه

web_admin
Sat, Apr 19 2025 9:13 AM
مجلس

د مهترلام ښاروالۍ تخنیکي او مسلکي آمر انجنیر زاهد الله مجددي په مشرۍ د یاد آمریت له انجنیرانو، مدیرانو او مامورینو سره د کارونو د ښه منظم کولو او د ۱۴۰۴ مالي کال د پروژو په اړه ناسته ترسره شوه
انجنیر زاهد الله مجددي له ټولو ګډونوالو غوښتنه وکړه چې کارونه په وخت او معیاري شکل ترسره کړي او د سلسله مراتبو په نظر کې ونیولو سره هر مدیر او مامور دې خپل مربوطه مدیر او امر ته ګزارش وسپاري، تر څو کارونه په منظم شکل پر مخ لاړ شي
همداراز نوموړي وویل، چې هر مدیر او مامور دې د خپلې لایحې او وظایفو مطابق چارې مخې ته یوسي، تر څو د مراجعینو کارونه له خنډ او ځنډ سره مخ نه شي
د مجلس په پای کې په یو شمېر نورو اړینو موضوعاتو هم بحث او خبرې وشوې

Latest news

Wed, Sep 09 2026 6:32 AM
Background image

د مهترلام ښار له یو شمیر ساحو څخه د کثافاتو د انتقال چارې ترسره شوې

د مهترلام ښاروالۍ د تخنیکي او مسلکي چارو امریت ترچتر لاندې د تنظیف زیارکښو کارکوونکو له لوري د ښار له یو شمېر ساحو څخه د کثافاتو د راټولولو او انتقال چارې ترسره شوې

یاده چاره د مامور. . .

Wed, Sep 09 2026 6:29 AM
Background image

د مهترلام ښار د پارکونو د خړوبولو، ښکلا او ډیزاین وهلو چارې روانې دي

د مهترلام ښاروالۍ د تنظیف او سرسبزۍ مدیریت له لوري د مهترلام ښار د پارکونو او ګلدانونو د ګلانو د منظم کولو په موخه قینچي کاري پیل شوې، چې په ټولو پارکونو کې به د ښکلا په موخه په زینتي. . .

Mon, Sep 07 2026 9:55 AM
Background image

د مهترلام ښاروالۍ نوبتي اداري ناسته ترسره شوه

د مهترلام ښاروالۍ نوبتي اداري ناسته د مهترلام ښاروال الحاج مولوي نظر محمد عتیق په مشرۍ، د ښاروالۍ د امرینو او مدیرانو په ګډون ترسره شوه
په دې ناسته کې لومړی د تېر اداري مجلس د پرېکړو او. . .

BACK TO NEWS