مهترلام ښاروال د ښاروالۍ له روانو پروژو څخه د لیدنې ترڅنګ د کار په ښه کیفیت ټینګار وکړ

web_admin
Sat, Apr 19 2025 9:20 AM
ليدنه

مهترلام ښاروال الحاج مولوي رحمت الله شهامت چې د ښاروالۍ تخنیکي او مسلکي برخې انجنیرانو یې ملتیا کوله د کډوالو چارو ریاست ترڅنګ د سرک کانکریټ اچونې او د دارالمعلمین په مسیر د چړايي د جوړیدو له پروژو څخه لیدنه وکړه
په یاده لیدنه کې ښاروال د پروژو مسؤلینو باندې ټینګار وکړ چې کارونه په میعاري او اساسي  شکل د پلان مطابق ترسره کړي
هغه همداراز د ښاروالۍ له انجنیرانو وغوښتل چې د کار له جریان څخه دوامداره څارنه وکړي تر څو چا ته د بې کیفیته کار کولو موقع برابره نه شي
نوموړي زیاته کړه: "د خلکو خدمت زموږ لومړیتوب دی او موږ نه غواړو چې دا پروژې یوازې د نندارې لپاره وي، بلکې د خلکو د ژوند د اسانتیا لپاره باید رغنیز کارونه معیاري او دوامدار وي."
ښاروال وويل، د ښاروالۍ د هرې پروژې لپاره ځانګړې مسلکي انجینران ټاکل شوي که د پروژو مسؤلینو په کارونو کې غفلت وکړ او یا هم بې کیفیته کار یې وکړ دوی به ورسره قانوني چلند وکړي

Latest news

Wed, Jun 10 2026 10:42 AM
Background image

د دویمې ناحیې اړوند له یو شمېر فابریکو څخه نظارت ترسره شو

د مهترلام ښاروالۍ د دویمې ناحیې مدیر مولوي عبدالرحمن مزمل له لوري د یادې ناحیې اړوند له یو شمېر فابریکو څخه د پاک او منظم چاپېریال د تأمین په موخه نظارتي لیدنه ترسره شوه

د لیدنې پر. . .

Wed, Jun 10 2026 10:38 AM
Background image

د مهترلام ښار له پارکونو، ګلدانونو او شنو ساحو څخه نظارت ترسره شو

د مهترلام ښاروال الحاج مولوي نظر محمد عتیق د ځانګړې لارښونې له مخې د مهترلام ښاروالۍ د زرغونتیا مدیریت مامور ریحان الله اریان د ښار له یو شمېر پارکونو، ګلدانونو او شنو ساحو څخه لیدنه او. . .

Wed, Jun 10 2026 10:32 AM
Background image

د مهترلام ښاروالۍ له لوري د ښاریانو ستونزو ته رسېدنه وشوه

مهترلام ښاروالۍ د ښاریانو د ستونزو د حل او د ښاري خدمتونو د ښه والي په موخه د مهترلام ښار د درېیمې ناحیې اړوند د اقوامو او قبایلو ریاست مخې ته د تخریب شوي سړک د بیارغونې چارې پیل کړې دي. . .

BACK TO NEWS