په مهترلام ښار کې د ښوونځیو لپاره د پاک چاپېریال ساتنې د عامه پوهاوي د کمیټو جوړولو لړۍ پیل شوه

web_admin
Mon, Apr 28 2025 10:46 AM
کمېټه

لغمان کې د مهترلام ښاروالۍ د ښاري حکومتولۍ امریت له لوري د ښاري پاکوالي او د عامه پوهاوي د پراخولو په موخه د ښوونځیو د زده‌ کوونکو او ښوونکو په منځ کې د پاک چاپېریال ساتنې د عامه پوهاوي کمیټو جوړولو لړۍ پیل شوه
د مهترلام ښاروالۍ د ښاري حکومتولۍ امر الحاج عباس عمري د دې برنامې د پیل پر مهال وویل، چې دا لړۍ به د مهترلام ښار په ۱۲ ښوونځیو کې تطبیق شي، نوموړي زیاته کړه چې د دې نوښت موخه د زده‌کوونکو او ښوونکو ترمنځ د پاک چاپېریال ارزښت په اړه عامه پوهاوی لوړول او د ښاري نظم په ټينګښت کې د خلکو همکاري پراخول دي
د یادې برنامې لومړی پړاو د مهترلام ښار د پنځمې ناحیې اړوند د مهترلمک ښوونځي څخه پیل شوه، چې دولس ښوونځیو کې به تطبیق شي
عباس عمري د مهترلمک ښوونځي له رهبریت څخه غوښتنه وکړه چې زده کوونکي د پاک چاپېریال ساتنې په اهمیت پوه کړي تر څو یاد زده کوونکي دا پیغامونه خپلو کورنو او ټولنې ته ورسوي
په ورته مهال، د مهترلمک ښوونځي امر عبدالصمد صافي ، استادانو او زده‌کوونکو د ښاروالۍ له دې ارزښتناک اقدامه مننه وکړه او ژمنه یې وکړه چې د پاک چاپېریال ساتنې په برخه کې به فعاله ونډه واخلي، د ښاروالۍ د پاک چاپېریال ساتنې پیغامونه به ښوونځي کې د تطبیق ترڅنګ خپلو کلیو او کورنو ته هم ورسوي

Latest news

Wed, Sep 09 2026 6:32 AM
Background image

د مهترلام ښار له یو شمیر ساحو څخه د کثافاتو د انتقال چارې ترسره شوې

د مهترلام ښاروالۍ د تخنیکي او مسلکي چارو امریت ترچتر لاندې د تنظیف زیارکښو کارکوونکو له لوري د ښار له یو شمېر ساحو څخه د کثافاتو د راټولولو او انتقال چارې ترسره شوې

یاده چاره د مامور. . .

Wed, Sep 09 2026 6:29 AM
Background image

د مهترلام ښار د پارکونو د خړوبولو، ښکلا او ډیزاین وهلو چارې روانې دي

د مهترلام ښاروالۍ د تنظیف او سرسبزۍ مدیریت له لوري د مهترلام ښار د پارکونو او ګلدانونو د ګلانو د منظم کولو په موخه قینچي کاري پیل شوې، چې په ټولو پارکونو کې به د ښکلا په موخه په زینتي. . .

Mon, Sep 07 2026 9:55 AM
Background image

د مهترلام ښاروالۍ نوبتي اداري ناسته ترسره شوه

د مهترلام ښاروالۍ نوبتي اداري ناسته د مهترلام ښاروال الحاج مولوي نظر محمد عتیق په مشرۍ، د ښاروالۍ د امرینو او مدیرانو په ګډون ترسره شوه
په دې ناسته کې لومړی د تېر اداري مجلس د پرېکړو او. . .

BACK TO NEWS