په مهترلام ښار کې د یخ د بیې او انتقال کنټرول لپاره د ښاروالۍ جدي اقدامات ترسره شول

web_admin
Sat, Jun 28 2025 10:54 AM
يخ کنټرول

د مهترلام ښاروالۍ د ښاري نظم د ټینګښت، د احتکار مخنیوي او د ښاریانو لپاره د یخ مناسب عرضه کولو په موخه، د مهترلام ښاروال الحاج مولوي رحمت الله شهامت په لارښونه، د ښاروالۍ د لومړۍ ناحیې مدیر ملا عباس ابراهیمي په مشرۍ چې د ښاروالۍ امرینو یې ملتیا کوله د مهترلام ښار د یخ فابریکو له مسؤلینو سره د ناستې ترڅنګ د یادو فابریکو له فعالیتونو څخه مستقیمه لیدنه او نظارت ترسره کړ
په دې لیدنه کې، ملا عباس ابراهیمي د یخ فابریکو مسؤلینو ته جدي سپارښتنه وکړه چې د لغمان ولایت له پولو څخه باید یخ نورو ولایتونو ته انتقال نه شي، ترڅو د ولایت دننه د یخ اړتیاوې په پوره ډول پوره شي او خلکو ته د اړتیا وړ یخ پر مناسب نرخ برابر شي
همداراز، نوموړي یخ تولیدوونکو ته د صنعت او سوداګرۍ ریاست له لوري د ټاکل شوي نرخنامې یادونه وکړه، چې له مخې یې یوه کنده یخ باید په عمده ډول په ۳۰ افغانۍ وپلورل شي او همداراز په ښار کې یخ پلورونکي یوه کنده یخ  له ۵۰ افغانۍ پورته نشي پلورلی، که هر چا له پورته نرخنانې څخه سرغړونه وکړه قانوني چلند ورسره کېږي، چې بیا حق د شکایت نه لري
د مهترلام ښاروالۍ مشرتابه وایي، چې دغه ډول اقدامات د بازار د تنظیم، د احتکار د مخنیوي او د خلکو د اقتصادي ستونزو د کمولو لپاره ضروري دي، او یاده چاره به هره ورځ ترسره کېږي

Latest news

Sun, Apr 26 2026 6:51 AM
Background image

د مهترلام ښار قصابانو ته خبرداری ورکړل شو

د مهترلام ښاروالۍ د ښاري حکومتولۍ آمر الحاج عباس عمري د مهترلام ښار له قصابانو څخه څارنه وکړه او خبرداری یې ورکړ چې د څارویو د پوستکو له پلور څخه ډډه وکړي

نوموړي وویل چې د مهترلام. . .

Sun, Apr 26 2026 6:23 AM
Background image

د ډاکټر عبدالله لغماني لېسه کې د ښاروالۍ د مکتب کمېټې غړو ته وسایل ورکړل شو

د مهترلام ښاروالۍ د ښاري حکومتولۍ آمریت له لوري د ښاروالۍ د کارونو په اړه د زده کوونکو د ذهنیت لوړونې په موخه د ښار په یو شمېر ښوونځیو کې د زده‌کوونکو ترمنځ کمېټې جوړې شوې دي، چې نن د. . .

Sun, Apr 26 2026 6:20 AM
Background image

د مهترلام ښاروالۍ له لوري د منظور شوي پلان له مخې د خط‌اندازۍ چارې پیل شوې

د مهترلام ښاروال الحاج مولوي نظر محمد عتیق په ځانګړې لارښونه د ښاروالۍ د تخنیکي او مسلکي امریت ترچتر لاندې د پلان مدیریت له لوري د مرکز د منظور شوي پلان له مخې د خط اندازۍ چارې پیل شوې

. . .

BACK TO NEWS