د قبایلو ریاست مخې ته د سړک د کانکریټ اچونې چارې دوام لري

web_admin
Tue, Jul 29 2025 5:55 AM
د سرک کانکريټ اچږنه

د مهترلام ښاروالۍ له داخلي بودیجې د لغمان قبایلو ریاست مخې ته د سړک د کانکریټ اچونې پروژې چارې د پلان له مخې په منظم شکل جریان لري، چې په شاوخوا دوه اوونیو کې به یې کارونه بشپړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي
مهترلام ښاروالۍ انجینیران له یادې پروژې څخه وخت پر وخت نظارت کوي، څو د کار کیفیت خوندي وساتل شي او چارې د تخنیکي اصولو مطابق پر مخ لاړې شي
په دغه پروژه کې په ورځني ډول ۲۰ کسانو ته د کار کولو زمینه برابره شوې، یاد کاریګر خوشاله دي او د مهترلام ښاروالۍ ریاست مقام څخه مننه کوي چې په خپل وطن کې یې ورته کاري فرصت برابر کړی دی
 د یادونې وړ ده چې د دې پروژې له بشپړېدو سره به د سیمې خلکو ته د تګ راتګ اسانتیاوې برابرې شي، ترافیکي ستونزې به راکمې شي، او د سړک د چاپېریال وضعیت به هم ښه شي، چې دا چاره به د ښاري نظم او پرمختګ په برخه کې یو بل ګټور ګام وي

Latest news

Sun, Jun 14 2026 8:51 AM
Background image

د لومړۍ ناحيې اړوند پاچا جوی ویالې د پاکولو چارې ترسره شوې

د مهترلام ښاروال الحاج مولوي نظر محمد عتیق په ځانګړې لارښونه او د مامور عزت الله نیازي په مشرۍ د تنظیف او سرسبزۍ زیارکښو کارکوونکو له لوري د لومړۍ ناحيې اړوند د پاچا جوی ویالې د پاکولو. . .

Sun, Jun 14 2026 8:45 AM
Background image

د مهترلام ښار د یو شمېر سړکونو د داغګیرۍ چارې ترسره شوې

د مهترلام ښاروالۍ له لوري د ښار په یو شمېر هغو ساحو کې د سړکونو د داغګیرۍ او بیارغونې چارې ترسره شوې، چې د وروستیو بارانونو او سیلابونو له امله زیانمنې شوې وې او ښاریانو ته یې د تګ راتګ. . .

Sun, Jun 14 2026 8:38 AM
Background image

د مهترلام ښار د ګلدانونو د خړوبولو چارې په منظم ډول جریان لري

د مهترلام ښاروالۍ د تنظیف او زرغونتیا مدیریت زیارکښو کارکوونکو له لوري د ټانکرونو په وسیله د ښار د ګلدانونو، ګلانو، زینتي بوټو او چمنونو د اوبه کولو چارې هره ورځ د منظم پلان له مخې. . .

BACK TO NEWS