د مهترلام ښاروالۍ له لوري د پلو لارو د خلاصون کمېسیون ترسره شو

web_admin
Tue, Nov 25 2025 10:53 AM
کميسيون

یاد کمېسیون چې د لومړۍ ناحيې د مدیر ملا عباس ابراهیمي په مشرۍ برابر شوی وو، د لومړۍ امنیتي حوزې امر قاري جنت ګل، د ښاروالۍ د ښاري حکومتولۍ امر الحاج عباس عمري، د اصنافو رئیس حاجي محمد طالب خپلواک، د ښاروالۍ یو شمیر مدیرانو او مامورینو پکې ګډون کړی وو
یاد کمېسیون د ښار په مختفلو ساحو کې ترسره شو، هغه دوکاندارانو او هټیوالو چې په غیرې قانوني توګه په ترپالونو، چترۍ ګانو او نور شیانو باندې پلې لارې بندې کړې وې د ښاریانو پرمخ خلاصې شوې
د لومړۍ ناحيي مدیر ملا عباس ابراهیمي" ټولو دوکاندارانو او هټیوالو ته خبرداری ورکړ چې د پلو لارو خلاصون ته په جدي توګه پام وکړي، که هر چا لاره بنده کړه قانوني چلند ورسره کېږي چې بیا حق د شکایت نه لري

Latest news

Wed, Apr 29 2026 9:48 AM
Background image

د مهترلام ښار د محبت مارکیټ شاوخوا د ویالو د پاکولو چارې ترسره شوې

د مهترلام ښاروالۍ د تخنیکي او مسلکي آمریت ترچتر لاندې د تنظیف او سرسبزۍ مدیریت زیارکښو کارکوونکو له لوري د لومڔۍ ناحيې اړوند د محبت مارکیټ شاوخوا د ویالو د پاکولو  چارې ترسره شو
یاده. . .

Wed, Apr 29 2026 9:45 AM
Background image

په مهترلام ښار کې د نوو بېرغونو د لګولو چارې ترسره شوې

د مهترلام ښاروالۍ د ښاري حکومتولۍ آمریت له لوري په مهترلام ښار کې د زړو بېرغونو د راټولولو او پر ځای یې د نوو بېرغونو د لګولو چارې ترسره شوې
یاد نوي بېرغونه د ښار په درې‌لارو، چوکونو او. . .

Tue, Apr 28 2026 10:47 AM
Background image

د لومړۍ ناحیې اړوند اتلسم ګذر چهلمټیو کلي اوسیدونکو لپاره ګذر وکیل وټاکل شو

د مهترلام ښاروالۍ د ښاري حکومتولۍ د طرزالعمل مطابق ښاغلی خیرالله اخندزاده د حاجي کریم الله زوی د مهترلام ښار د لومړۍ ناحیې اړوند د ۱۸م ګذر د چهلمټیو کلي اوسیدونکو لپاره د ګذر وکیل په. . .

BACK TO NEWS