د درېیمې ناحيي پنځم ګذر اوسیدونکو ته د پاک چاپېریال ساتنې او ښاروالۍ سره د همکارۍ په موخه عامه پوهاوی ورکړل شو
د مهترلام ښاروالۍ د ښاري حکومتولۍ آمریت ترچتر لاندې د مطبوعاتو او عامه پوهاوي مدیریت له لوري د درېیمې ناحيې اړوند پنځم ګذر اوسیدونکو ته د پاک چاپېریال ساتنې او ښاروالۍ سره د همکارۍ په موخه عامه پوهاوی ورکړل شو
د عامه پوهاوي د ورکولو پر مهال د مهترلام ښاروالۍ د ښاري حکومتولۍ آمر الحاج عباس عمري ترڅنګ، د مطبوعاتو او عامه پوهاوي مدیر لعل آغا ابراهیمي، د یاد ګذر وکیل او مشرانو ګډون کړی وو
د مطبوعاتو او عامه پوهاوي مدیر ابراهیمي د پاک چاپېریال ساتنې ترڅنګ د یاد ګذر له ولسونو غوښتنه وکړه چې د ښاري خدماتو په تحویلولو کې له ښاروالۍ سره همکاري وکړي او د ښاري خدماتو محصول باید پر وخت تحویل کړي
د مجلس په پای کې د یاد ګذر د اوسیدونکو ستونزې هم د ښاري حکومتولۍ د آمر له لورې واوریدل شوې او د حل په موخه ټولو مشرانو ته ډاډ ورکړ شو
