د لغمان اطلاعاتو کلتور رئیس د مهترلام ښاروالۍ وروستي فعالیتونه وستایل

web_admin
شنبه ۱۴۰۳/۱۰/۲۲ - ۱۰:۴۳
د ښاروالۍ کارونه

د لغمان د اطلاعاتو کلتور رئیس مولوي عبدالنور رسولي چې نن یې د هیرو انلاین ټي وي په لسمه کلیزه کې وینا کوله نوموړي د مهترلام ښاروالۍ د بیارغونې کارونه وستایل او په رسنیو یې غږ وکړ چې د ښاروالۍ فعالیتونو ته په وخت انعکاس ورکړي او تر نړیوالو یې ورسوي
نوموړي همداراز وویل، چې ټولې رسنۍ باید په خپله برخه کې نه ستړې کیدونکي هلې ځلې وکړي او خپل ایماني او وجداني مسؤلیت ادا کړي

د یادونې وړ ده چې اوس مهال د مهترلام ښاروالۍ له لوري د مهترلام ښار په مختلفو ساحو کې د بیارغونې کارونه په منظم شکل روان دي چې ډیری خلکو ته پکې د کار کولو زمینه برابره شوې ده

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۰ - ۶:۴۴
Background image

د لومړۍ امنیتي حوزې ترڅنګ د پلو لارو د خلاصون او پاکونې چارې ترسره شوې

د مهترلام ښاروالۍ له لوري د ښار د لومړۍ امنیتي حوزې شاوخوا د پلو لارو د خلاصون او پاکونې چارې په منظم شکل ترسره شوې

دغه چارې د ښاروالۍ د تنظیف او سرسبزۍ مدیریت د زیارکښو کارکوونکو له. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۹ - ۸:۴۶
Background image

په پنځمه ناحیه کې د ګلانو او زینتي بوټو د ساتنې لپاره کټارې ولګول شوې

د مهترلام ښاروالۍ له لوري د پنځمې ناحیې اړوند د سرک په عمومي ګلدان کې، چې تېره ورځ پکې د سیمې د ښکلا او زرغونتیا په موخه ګلان او زینتي بوټي کېنول شوي وو، د یادو بوټو د خوندي ساتنې لپاره. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۹ - ۸:۴۲
Background image

د یو لړ مهمو پروژو په تړاو د مشورتي بورډ له غړو سره ناسته ترسره شوه

د مهترلام ښاروال الحاج مولوي رحمت الله شهامت په مشرۍ د ۱۴۰۵ مالي کال د یو لړ مهمو پروژو په تړاو د مشورتي بورډ له غړو سره مشورتي ناسته ترسره شوه

یاده ناسته د ښاروالۍ په مقام کې جوړه شوې. . .

BACK TO NEWS