مهترلام ښاروالۍ د درېیو ربعو د حساب ورکوونې معلوماتي غونډه ترسره کړه

web_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۸ - ۶:۳۸
حساب ورکونې غونډه

لغمان کې د مهترلام ښاروالۍ د روان کال د پیل راهیسې تر دې دمه د خپلو کړو فعالیتونو، د لومړۍ، دوهمې او دریمې ربعې د عوایدو د راټولولو او ترسره کړیو پروژو اړوند ددې ولایت ولسونو سره د حساب ورکوونې غونډه وکړه
یاده غونډه کې د ولایت مرستیال والي حافظ انځرګل سربیره د مهترلام ښاوال الحاج مولوي رحمت الله شهامت، د ښاروالۍ آمرینو، مدیرانو، د سرې میاشتې رئیس مولوي ولي الله وقار، د نفت او ګازو او عدلې ریاستونو رئیسانو، د اصنافو رئیس وکیل ګذرانو، هټۍ والو او سلګونه ښاریانو برخه درلوده
مرستیال والي حافظ انځرګل د اسلامي نظام د مشرانو په مسؤلیتونو، عدالت، ریښتینولي او په اسلامي نظام کې د ولس او حکومت د ونډې اړوند د شریعت له اړخه مفصلې خبرې وکړې
د مهترلام ښاروال الحاج مولوي رحمت الله شهامت وویل: د روان کال په لومړیو دریو ربعو کې یې د بیلابیلو عایداتي سرچینو څخه ۷۶ میلیونه افغانۍ عواید راټول کړي، د روان کال له دولس پروژو څخه یې د پینځو چارې پیل شوي او د نورو تدارکاتي چارې روانې دي
هغه زیاته کړه "ولس ته د هرې روپۍ حساب ورکولو ته تیار دی، اوس د ښاروالۍ عواید د پخوا په پرتله څو چنده زیات شوي دي
ښاروال وویل، زموږ هڅه داده چې د پروژو د تطبیق ترڅنګ د ښار د پراخوالي او ولسونو ته د کار موندنې په برخه کې بیلابیلې هڅې ترسره کړو
د ښاروالۍ د عوایدو مدیر نکت الله عزیزي بیا وویل چې د تیر کال د لومړیو دریو ربعو په پرتله د ښاروالۍ په عوایدو کې ۷ میلیونه زیاتوالی راغلی دی، هغه زیاته کړه تیرکال ۶۹ میلیونه خو سږکال دریو ربعو کې ۷۶ میلیونه افغانۍ عواید راټول شوي دي
ښاریانو بیا په خپلو خبرو کې د ښاروالۍ وروستي فعالیتونه وستایل خو د ښار د پراختیا او ګنه ګوڼې د کموالي لپاره یې ځینې وړاندیزونه وکړل
د یادونې وړ ده چې د غونډې په پای کې د اصنافو ریاست او د لومړۍ ناحيي ګذر وکیلانو له لوري ښاروال ته د ښې کارکردګۍ له امله ستاینلیکونه هم ورکړل شول

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۲ - ۹:۲۱
Background image

د تنظیف کارکوونکو له لوري د علیشنګ د عمومي سرک په مسیر د ویالو او پلچکونو د پاکونې چارې ترسره شوې

د مهترلام ښاروالۍ د تخنیکي او مسلکي آمریت تر چتر لاندې د تنظیف او سرسبزۍ مدیریت زیارکښو کارکوونکو له لوري د لومړۍ ناحيې اړوند د علیشنګ په مسیر د پښتون چوک څخه تر سلیمان چوک پورې د سړک د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۲ - ۸:۱۳
Background image

په مهترلام ښار کې د ګلدانونو او پارکونو د خړوبولو چارې ترسره شوې

د مهترلام ښاروالۍ د تخنیکي او مسلکي آمریت ترچتر لاندې د تنظیف او سرسبزۍ مدیریت زیارکښو کارکوونکو له لوري هره ورځ د پارکونو نیالګي او د ښار ګلدانونه په منظم شکل خړوبیږي ، د پارکونو د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۲ - ۷:۴۹
Background image

د مهترلام ښاروالۍ له لوري د کانال او پلچکونو د جوړیدو چارې ۷۰ سلنه بشپړ شوي دي

لغمان کې د مهترلام ښاروالۍ له داخلي بودیجې د ۶ نیم میلیونه افغانیو په ارزښت له ولایت مقام څخه تر کانونو ریاست پورې د کانال او پلچکونو د جوړیدو چارې په منظم شکل جریان لري، چې تر اوسه یې. . .

BACK TO NEWS