مهترلام ښاروالۍ والیبال لوبډلې دویم مقام وګاټه

web_admin
شنبه ۱۴۰۴/۹/۲۹ - ۸:۱۵
واليبال

د لغمان الېنګار ولسوالۍ سنګره سیمه کې د غازیانو د پُل او سنګره د سرک د جوړیدو په ویاړ د ۳۲ والیبال لوبډلو ترمنځ چې کوم ټورنمېنټ جوړ شوی وو مهترلام ښاروالۍ والیبال لوبډلې پکې دویم مقام وګاټه

یایلوبه یې د مهترلام ښاروالۍ او شکیب سنګروال لوبډلو ترمنځ   ترسره شوه چې له یوې جذابې لوبې وروسته شکیب سنګروال لوبډلې لومړی او مهترلام ښاروالۍ لوبډلې دویم مقام ترلاسه کړ

د ټورنمېنټ مسؤلینو وویل، یادې سیالۍ یې د غازیانو د پُل او سنګره سرک د جوړیدو په موخه په لاره اچولې وې، ترڅو خلک راشي له یوه اړخه د نوي پُل او سرک د جوړیدو ننداره وکړي او له بله پلوه د والیبال له سیالیو خوند واخلي

مسؤلین زیاتوي، چې د یاد ټورنمېنټ ګټونکي لوبډلې ته د نورو جایزو، مډالونو او کپونو ترڅنګ موټرسایکل هم ورکړل شو

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۴/۹/۲۹ - ۸:۲۲
Background image

د مهترلام ښاروالۍ په عوایدو کې زیاتوالی راغلی، د روان کال په درې ربعو کې ۷۵ میلیونه افغانۍ عواید راټول شوي

د مهترلام ښاروالۍ د عوایدو مدیر نیکت الله عزیزي وايي، چې د عوایدو مدیریت تر دې دمه د روان ۱۴۰۴ مالي کال په لومړیو درې ربعو کې څه باندې ۷۵ میلیونه افغانۍ عواید راټول کړي دي چې د تیرکال د. . .

شنبه ۱۴۰۴/۹/۲۹ - ۸:۱۹
Background image

د ښاري حکومتولۍ آمریت له لوري په څلورم ګذر کې د پاک چاپېریال ساتنې په موخه عامه پوهاوی ورکړل شو

د مهترلام ښاروالۍ د ښاري حکومتولۍ آمریت له لوري د پنځمې ناحيې اړوند څلورم ګذر اوسیدونکو ته د پاک چاپېریال ساتنې په موخه عامه پوهاوی ورکړل شو

د عامه پوهاوي د ورکولو پر مهال د مهترلام. . .

شنبه ۱۴۰۴/۹/۲۹ - ۸:۱۵
Background image

مهترلام ښاروالۍ والیبال لوبډلې دویم مقام وګاټه

د لغمان الېنګار ولسوالۍ سنګره سیمه کې د غازیانو د پُل او سنګره د سرک د جوړیدو په ویاړ د ۳۲ والیبال لوبډلو ترمنځ چې کوم ټورنمېنټ جوړ شوی وو مهترلام ښاروالۍ والیبال لوبډلې پکې دویم مقام. . .

BACK TO NEWS