په دویمه ناحیه کې د حاجیانو د سرک د جوړیدو قرارداد لاسلیک شو

web_admin
شنبه ۱۴۰۳/۱۰/۲۲ - ۱۰:۵۱
قرارداد

د مهترلام ښاروالۍ له داخلي بودجې د سږکال پروژو په دوام د دویمې ناحيي اړوند د حاجیانو سرک جوړیدل دي چې نن یې د مهترلام ښاروال الحاج مولوي رحمت الله شهامت او په داوطلبي کې ګټونکي شرکت له مسؤل سره قرارداد لاسلیک شو، چې ډیر ژر به یې چارې پیل شي
ښاروال د قرارداد پر مهال د شرکت مسؤل ته سپارښتنه وکړه ترڅو خپل کارونه د مسلکي انجینرانو په شتون کې په اساسي او معیاري شکل ترسره کړي
همداراز ښاروال زیاته کړه، مهترلام ښار زموږ د ټولو ګډ کور دی باید ټول ورته په صداقت او ایماندارۍ سره کار وکړو

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۰ - ۶:۴۴
Background image

د لومړۍ امنیتي حوزې ترڅنګ د پلو لارو د خلاصون او پاکونې چارې ترسره شوې

د مهترلام ښاروالۍ له لوري د ښار د لومړۍ امنیتي حوزې شاوخوا د پلو لارو د خلاصون او پاکونې چارې په منظم شکل ترسره شوې

دغه چارې د ښاروالۍ د تنظیف او سرسبزۍ مدیریت د زیارکښو کارکوونکو له. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۹ - ۸:۴۶
Background image

په پنځمه ناحیه کې د ګلانو او زینتي بوټو د ساتنې لپاره کټارې ولګول شوې

د مهترلام ښاروالۍ له لوري د پنځمې ناحیې اړوند د سرک په عمومي ګلدان کې، چې تېره ورځ پکې د سیمې د ښکلا او زرغونتیا په موخه ګلان او زینتي بوټي کېنول شوي وو، د یادو بوټو د خوندي ساتنې لپاره. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۹ - ۸:۴۲
Background image

د یو لړ مهمو پروژو په تړاو د مشورتي بورډ له غړو سره ناسته ترسره شوه

د مهترلام ښاروال الحاج مولوي رحمت الله شهامت په مشرۍ د ۱۴۰۵ مالي کال د یو لړ مهمو پروژو په تړاو د مشورتي بورډ له غړو سره مشورتي ناسته ترسره شوه

یاده ناسته د ښاروالۍ په مقام کې جوړه شوې. . .

BACK TO NEWS