د مهترلام ښار د اصنافو د مختلفو ټولګیو او له مختلفو ولسوالیو راغلو مشرانو ،ځوانانو او د ګذر وکیلانو مهترلام ښاروال ته د هغه د ټاکل کیدو مبارکي وویله د اغزاز لونګی یی ور په سر کړه او له هغه یی خپل ملاتړ څرګند کړ

Anonymous (not verified)
پنجشنبه ۱۳۹۹/۱۱/۲۳ - ۵:۴۰
ښاروالۍ

په همدې موخه دوشنبه له غرمی وروسته د مهترلام ښاروالۍ په انګړ کې د مهترلام ښار د اصنافو د اتحادیی ریس او د بیلابیلو ټولګیو استازې راټول شوې وه .

یاده ناسته د قران کریم د مبارکو ایاتونو په تلاوت سره پیل شوه په پیل کې د اصنافو په نمایندګۍ عبدالولی قدوسی چی د یادی اتحادیی ریس دی د مهترلام ښاروال ښاغلی مجاهد (رحمت زي) ته د ښه راغلاست تر څنګ د نوی دندی مبارکی ورکړه او وی ویل: چی موږ اصناف په تیر وخت او راتلونکی کی هم دمهترلام ښاروالۍ له فعالیتونو ملاتړ کوو او هر راز مرستی ته چمتو یو.

په ورته مهال د مهترلام ښار د جامع مسجد خطیب پخپلو خبرو کی د اسلامی شریعت له مخی د خلق الله د خدمت په ترسره کولو اود هغه په دنیوی او اخروی فوایدو پوره رڼا واچوه او مهترلام ښاروال ښاغلې رحمت زي ته یی په دنده کی د الله ج څخه د کامل توفیق غوښتنه وکړه .

ورپسی مهترلام ښاروال مجاهد رحمت زي راغلو مشرانو او سپین ږیرو څخه مننه وکړه چی زحمت یی ویستلی او مهترلام ښاروالۍ ته یی تشریف راوړی مهترلام ښاروال په خپلو خبرو کی وویل: دا چی ښاروالۍ د خپلو خلکو خادمه ده او هر هغه خدمت چی زما او زما د کاری ټیم په وسه کی پوره وی او قانون د هغه اجازه ورکړی موږ به یوه لحظه هم پکی سهل انګاری ونکړو.

همدارنګه ښاغلی رحمت زي په ښار کی د ښه نظم د راوستلو په موخه له اصنافو غوښتنه وکړه تر څو له ښاروالۍ سره پوره مرسته وکړی دا چی د مهترلام ښار کوچنی او د ترافیکو اذدهام پکی ډیر دی نو لاسی کراچی ،میوه پلورونکی او نور صنفونه باید هغه مشخص شوی مکان ته انتقال شی چی د ښاروالۍ له لوری ورته په ګوته شوي.

د خبرو په جریان کی مهترلام ښاروال وویل: دا چی زه د مهترلام ښار د ښاروال په توګه د مرکزی اداری د لزوم دید په اساس مقرر شوی یم او خپل ولسونه می تر شا ولاړ دی نو یوه لحضه هم په غفلت کی نشم تیرولی او تری اخری حده به خپلو خلکو ته خدمت کوم.

د لیدنی په پای کی ټولو راغلو مشرانو نوی ټاکل ښاروال ښاغلی رحمت زي ته د کامیابي او په دنده کی د لا ځلیدا لپاره د خدای ج دربار ته لاسونه پورته کړل او ناسته په دعایی سره پای ته ورسیده

#مهترلام_ښاروالۍ_مطبوعاتي_څانګه

www.mehterlam.gov.af

 

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۰ - ۶:۴۴
Background image

د لومړۍ امنیتي حوزې ترڅنګ د پلو لارو د خلاصون او پاکونې چارې ترسره شوې

د مهترلام ښاروالۍ له لوري د ښار د لومړۍ امنیتي حوزې شاوخوا د پلو لارو د خلاصون او پاکونې چارې په منظم شکل ترسره شوې

دغه چارې د ښاروالۍ د تنظیف او سرسبزۍ مدیریت د زیارکښو کارکوونکو له. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۹ - ۸:۴۶
Background image

په پنځمه ناحیه کې د ګلانو او زینتي بوټو د ساتنې لپاره کټارې ولګول شوې

د مهترلام ښاروالۍ له لوري د پنځمې ناحیې اړوند د سرک په عمومي ګلدان کې، چې تېره ورځ پکې د سیمې د ښکلا او زرغونتیا په موخه ګلان او زینتي بوټي کېنول شوي وو، د یادو بوټو د خوندي ساتنې لپاره. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۹ - ۸:۴۲
Background image

د یو لړ مهمو پروژو په تړاو د مشورتي بورډ له غړو سره ناسته ترسره شوه

د مهترلام ښاروال الحاج مولوي رحمت الله شهامت په مشرۍ د ۱۴۰۵ مالي کال د یو لړ مهمو پروژو په تړاو د مشورتي بورډ له غړو سره مشورتي ناسته ترسره شوه

یاده ناسته د ښاروالۍ په مقام کې جوړه شوې. . .

BACK TO NEWS