مهترلام ښاروال مجاهد رحمت زي، د لغمان ولايت د ولسي جرګې پخواني غړي الحاج نقيب الله محبت په مشرۍ يو شمېر علماوو، قومي مخورو او ځوانانو سره وکتل!

Anonymous (not verified)
چهارشنبه ۱۴۰۰/۳/۱۲ - ۵:۷
شاروالی مهترلام

په دې ناسته کې يادو مشرانو د R6، حلقوي سړک او د سلطان غازي بابا ښار ګوتي يو شمېر ستونزې مهترلام ښاروال سره د حل په موخه شريکې کړې.

مجاهد رحمت زي د راغلو مشرانو ته د ستونزو د حل ډاډ ورکړ او زياته يې کړه، چې د اصولو په رڼا کې به ستونزو ته د حل معقوله لار ګوري.

په پای کې الحاج نقيب الله محبت او یو شمېر مشرانو د ښاروالۍ روان کاري بهير مثبت وارزو او د ښاروالۍ د چارو ستاینه يې وکړه.

۱۴۰۰/۳/۱۱

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۳ - ۸:۲۶
Background image

لغمان کې د مهترلام ښاروالۍ له لوري د ۱۲ میلیونه افغانیو په لګښت کانکریټي سړک جوړ او د ترافیکو پرمخ پرانېستل شو

لغمان کې د مهترلام ښاروالۍ له داخلي بودیجې څخه د مرکز مهترلام اړوند دویمې ناحیې "حاجيانو کلي" کې د ۱۲ میلیونه افغانیو په لګښت کانکریټي سړک په اساسي شکل جوړ او نن رسماً د ترافیکو پر مخ. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۳ - ۷:۵۴
Background image

مهترلام ښاروال د یوې بلې پروژې قرارداد هم لاسلیک کړ

مهترلام ښاروالۍ خپل د موټرو، وسایطو او تیلو پمپ د ښې ساتنې په موخه د سایه بان پروژه پلې کوي، چې نن د مهترلام ښاروال الحاج مولوي رحمت الله شهامت او په داوطلبۍ کې ګټونکي انس لطیفي ودانیز. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۲ - ۸:۴۰
Background image

د کانال او پلچک د جوړیدو قرارداد لاسلیک شو

د مهترلام ښاروالۍ له داخلي بودیجې له ولایت مقام څخه تر کانونو ریاست پورې د کانال او پلچک د جوړیدو پروژې چارې ترسره کېږي، چې نن د مهترلام ښاروال الحاج مولوي رحمت الله شهامت او په داوطلبۍ. . .

BACK TO NEWS