د مهترلام ښار ‌پرمختګ، سمسورونه، تنظيم او دغه ‌ښار نورو ملګرو ښارونو سره سيال کول مو د هدف سربېره ارمان هم دی!

Anonymous (not verified)
شاروالی مهترلام

له ‌ژمنې سره سم ‌د‌ مهترلام ښار د انکشاف او رغونې ‌بنسټيز باب پرانيزو ‌او د ښار په زړه کې لوړ پوړيز مارکيټونه، ټاورنه، سړکونو، تمځایونه او پارکونه جوړوو.

دا په ‌مهترلام ښار کې تازه جوړيدونکی ( مهترلام ټاور) دی، چې د ځمکتلي په شمول په شپږو پوړونو کې په اساسي ډول جوړیږي.

دا به ډېر ژر پرانیستل شي او همداسې به د نورو ډېرو ‌افتتاح ګانو شاهدان هم اوسئ.

دا ټاور به په خپله سينه کې معياري هټۍ، يو عصري هوټل او مجهزې رهایشي خونې هم ولري.

درنو ښاریانو!

موږ د مهترلام ښار د انکشاف او رغونې لپاره خواري کړې او يو اندازه بودجه مو ورته پیدا کړې ده، چې ژر به يې تاسو په رغنیزه برخه کې هم محسوس کړئ.

په ‌درناوي

مجاهد رحمت زی

مهترلام ښاروال

 

آخرین اطلاعیه ها

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۳ - ۷:۵۰
Background image

د مهترلام ښاروالۍ خبرتیا

د دریمې ناحيې اړوند د R10 - R4 - R3 - R1 - ټولو محترمو اوسیدونکو ته خبر ورکوي کېږي، چې کومې د ښاري خدماتو تعرفې چې تاسو ته ویشل شوي، باید د همدې ۱۴۰۴ مالي کال تر پایه ټول خپل د تعرفو . . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۵ - ۹:۳۸
Background image

د مهترلام ښاروالۍ خبرتیا

مهترلام ښاروالۍ له ولایت مقام څخه تر کانونو ریاست پورې د کانال او پلچک جوړولو پروژه تطبیق کوي چې شیرزاد دانش  ودانیز شرکت  په داوطلبۍ کې (۶۵۱۲۰۸۵.۳) افغانۍ نرخ ورکولو سره ګټونکی شوی، که . . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۴ - ۱۱:۱۴
Background image

د مهترلام ښاروالۍ خبرتیا

مهترلام ښاروالۍ غواړي چې د ښاروالۍ په داخل کې د ماشینرۍ او وسایطو د ښې ساتنې په موخه د موټرو تم ځای او د تیلو پمپ لپاره سایه بان جوړ کړي، چې د یادې پروژې لپاره انس لطیفي ودانیز شرکت په . . .

بازگشت به اطلاعیه ها