مهترلام ښاروالۍ د خپلو برنامو په لړ کې تېره شپه په ښار کې د اوسپنيزو کپو د ايښودلو پرانیسته وکړه

Anonymous (not verified)
چهارشنبه ۱۴۰۰/۴/۹ - ۶:۸
شاروالی مهترلام

د پرانستې په دې مراسمو کې مهترلام ښاروال مجاهد رحمت زي د لغمان والي ښاغلي عبدالولي واحدزي او ورسره راغلو مشرانو ته ددې برنامې د اړتيا په اړه بشپړ معلومات ورکړل او زياته يې کړه، چې ددې برنامې تطبيق سره به مهترلام ښار لاس پلورونکي په معياري او منظمو کپو کې کيني او خپل ورځني کار ته به ادامه ورکړي.

ښاروال وویل: ( مهترلام ښار کوچنی دی او د ښاريانو ګڼه ګوڼه په کې زياته ده، چې له همدې امله يو شمېر لاس پلورونکو هم په ښار کې خپلسری کار پيل کړی دی، چې ښار يې بې نظمه کړی او د ښاريانو په وړاندې يې ستونزې پيدا کړي دي.

د اوسپنيزو کپو ايښودلو سره به ښار تر يو اندازې منظم شي، لاس پلورونکو ته به د کار زمينه برابره شي، د ښاروالۍ عوايد به ثابت شي او د ښاريانو ستونزې به تر يو اندازې را کمې شي.)

ورپسې لغمان والي ښاغلي واحدزي د مهترلام ښاروالۍ ددې برنامې ستاېنه وکړه او ټينګار يې وکړ، چې د ښار نظم لپاره بايد ښاري کمېسيون او ښاروالۍ زيات کار وکړي او د ښاريانو شته ستونزې بايد تر ډېره راکمې کړي.

د مهترلام ښار لاس پلورونکو او ځوانانو هم په ښار کې د منظمو کپو د ايښودلو هرکلی وکړ او ژمنه يې وکړه، چې مهترلام ښاروالۍ سره په ګډه به د ښار تنظيم لپاره مبارزه کوي او خپل ښار به منظموي.

مهترلام ښاروالۍ د نورو برنامو ترڅنګ په ښار کې د نظم راوستو په موخه په خپل لګښت لاس پلورونکو ته د تختونو او کراچۍ ګانو په بدل کې، معياري کپې جوړې کړي او دوی ته يې ورکوي، چې له امله به یې د يو منظم سيسټم له لارې مهترلام ښاروالۍ ته ثابت عوايد هم ورځي.

تازه په مهترلام ښار کې د کپو ايښودلو لړۍ پيل شوېده، چې اوس مهال به ۱۵۰ کپې لاس پلورونکو ته په واک کې ورکړل شي او دا لړۍ به همداسې دوام پيدا کړي.

شاروالی مهترلام

 

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۰ - ۶:۴۴
Background image

د لومړۍ امنیتي حوزې ترڅنګ د پلو لارو د خلاصون او پاکونې چارې ترسره شوې

د مهترلام ښاروالۍ له لوري د ښار د لومړۍ امنیتي حوزې شاوخوا د پلو لارو د خلاصون او پاکونې چارې په منظم شکل ترسره شوې

دغه چارې د ښاروالۍ د تنظیف او سرسبزۍ مدیریت د زیارکښو کارکوونکو له. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۹ - ۸:۴۶
Background image

په پنځمه ناحیه کې د ګلانو او زینتي بوټو د ساتنې لپاره کټارې ولګول شوې

د مهترلام ښاروالۍ له لوري د پنځمې ناحیې اړوند د سرک په عمومي ګلدان کې، چې تېره ورځ پکې د سیمې د ښکلا او زرغونتیا په موخه ګلان او زینتي بوټي کېنول شوي وو، د یادو بوټو د خوندي ساتنې لپاره. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۹ - ۸:۴۲
Background image

د یو لړ مهمو پروژو په تړاو د مشورتي بورډ له غړو سره ناسته ترسره شوه

د مهترلام ښاروال الحاج مولوي رحمت الله شهامت په مشرۍ د ۱۴۰۵ مالي کال د یو لړ مهمو پروژو په تړاو د مشورتي بورډ له غړو سره مشورتي ناسته ترسره شوه

یاده ناسته د ښاروالۍ په مقام کې جوړه شوې. . .

BACK TO NEWS