د مهترلام ښاروالۍ اداري ناسته

Anonymous (not verified)
دوشنبه ۱۴۰۰/۵/۴ - ۷:۵۵

د مهترلام ښاروالۍ اونيزه اداري ناسته، د مهترلام ښاروال مجاهد رحمت زي په مشرۍ جوړه شوه!

په دې ناسته کې د ښاري حکومتولۍ امر بختيار حسين خېل د غونډې پر اجڼدا ګډونوالو ته مفصل معلومات ورکړل.

ورپسې مهترلام ښاروال مجاهد رحمت زي خپله پرانيسونکې وینا پیل کړه، د ناستې ګډونوالو ته يې د تېر شوي لوی اختر مبارکي وويله

بیا یې د ښاروالۍ په ترسره کړو چارو هم خبرې وکړې او د تیرو ترسره شوو کړنو ارزونه یې وکړه، نوموړي ټول مثبت او منفي ټکي د ښاروالۍ امرینو، مدیرانو او مامورینو سره شریک کړل.

ښاغلي رحمت زي د ښاروالۍ پرسونل ته د چارو د بهبود لپاره مشورې ورکړي او یو شمېر وړاندیزونه يې وکړل ، دغه راز یې د چارو منظم ترسره کولو لپاره لازمې سپارښتنې هم وکړې.

مجاهد رحمت زي د (R1) پلاني ساحې د نمرو د ستونزې پر حل، د غصب د مخنیوي لپاره پر منظمو اجراتو، د معیاري او لويو کثافت دانيو پر نصب، د ښار په تنظیف، د لاس پلورنکو پر ستونزو، د ښار پر تنظيم، د موټرو هډو ته د ځای پر پیدا کولو، او د کثافاتو په ژر انتقال بحث او خبرې وکړې.

ددې ترڅنګ مهترلام ښآروال مالي او اداري امر ته دنده وسپارله، ترڅو د ترانسپورټ لپاره موټر وپیري، بعضې دې ترميم کړي او دې ستونزې ته دې پر وخت رسیده ګي وکړي.

وروسته د مهترلام ښاروالۍ آمرینو او مدیرانو په وار سره د خپلې کاري ساحې اړوند ستونزې، وړاندیزونه او نظریات له مهترلام ښاروال سره شریک کړل.

مهترلام ښاروال مجاهد رحمت زي د اداري پرسونل د ستونزو له اوریدو وروسته، هغوی ته لازمې سپارښتنې هم وکړې.

په ‌دې ناسته کې د مالي او اداري امر سربيره، د ښاري حکومتولۍ، سکټوري او څارنې امرینو، ددې ترڅنګ د کار موندنې پروګرام، ډاکار او اکټيډ استازو ګډون کړی وو.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۱۰:۴۲
Background image

د دویمې ناحیې اړوند له یو شمېر فابریکو څخه نظارت ترسره شو

د مهترلام ښاروالۍ د دویمې ناحیې مدیر مولوي عبدالرحمن مزمل له لوري د یادې ناحیې اړوند له یو شمېر فابریکو څخه د پاک او منظم چاپېریال د تأمین په موخه نظارتي لیدنه ترسره شوه

د لیدنې پر. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۱۰:۳۸
Background image

د مهترلام ښار له پارکونو، ګلدانونو او شنو ساحو څخه نظارت ترسره شو

د مهترلام ښاروال الحاج مولوي نظر محمد عتیق د ځانګړې لارښونې له مخې د مهترلام ښاروالۍ د زرغونتیا مدیریت مامور ریحان الله اریان د ښار له یو شمېر پارکونو، ګلدانونو او شنو ساحو څخه لیدنه او. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۱۰:۳۲
Background image

د مهترلام ښاروالۍ له لوري د ښاریانو ستونزو ته رسېدنه وشوه

مهترلام ښاروالۍ د ښاریانو د ستونزو د حل او د ښاري خدمتونو د ښه والي په موخه د مهترلام ښار د درېیمې ناحیې اړوند د اقوامو او قبایلو ریاست مخې ته د تخریب شوي سړک د بیارغونې چارې پیل کړې دي. . .

BACK TO NEWS