د مهترلام ښاروالۍ د تنظیف د کارکونکو د فعالیتونو دوام

web_admin
Tue, Mar 18 2025 7:44 AM
دويمه ناحيه

د ښاري نظم د پاک چاپېریال ساتنې په موخه د مهترلام ښاروالۍ د تنظیف پرسونل هره ورځ د پلان مطابق په مهترلام ښار کې خپل فعالیتونه ترسره کوي، چې نن د دویمې ناحيي د زیارکښو کارکونکو له لوري د یادې ناحيي په یوولسم ګذر کې صفايي ترسره شوه
یاده صفايي کې له ویالو او پلچکونو څخه کثافات راټول کړل شو او همداراز د سرک خاکروب او د ګلدانونو د خړوبولو چارې هم په منظم شکل ترسره شوې
د مهترلام ښاروالۍ د تنظیف زیارکښ کارکونکي د سهار له ۷ بجو څخه تر مازیګر ناوخته پورې د مهترلام ښار په پنځه واړه ناحیو کې خپل فعالیتونه کوي او خلکو لپاره پاک چاپېریال برابروي

Latest news

Thu, Dec 04 2025 8:26 AM
Background image

لغمان کې د مهترلام ښاروالۍ له لوري د ۱۲ میلیونه افغانیو په لګښت کانکریټي سړک جوړ او د ترافیکو پرمخ پرانېستل شو

لغمان کې د مهترلام ښاروالۍ له داخلي بودیجې څخه د مرکز مهترلام اړوند دویمې ناحیې "حاجيانو کلي" کې د ۱۲ میلیونه افغانیو په لګښت کانکریټي سړک په اساسي شکل جوړ او نن رسماً د ترافیکو پر مخ. . .

Thu, Dec 04 2025 7:54 AM
Background image

مهترلام ښاروال د یوې بلې پروژې قرارداد هم لاسلیک کړ

مهترلام ښاروالۍ خپل د موټرو، وسایطو او تیلو پمپ د ښې ساتنې په موخه د سایه بان پروژه پلې کوي، چې نن د مهترلام ښاروال الحاج مولوي رحمت الله شهامت او په داوطلبۍ کې ګټونکي انس لطیفي ودانیز. . .

Wed, Dec 03 2025 8:40 AM
Background image

د کانال او پلچک د جوړیدو قرارداد لاسلیک شو

د مهترلام ښاروالۍ له داخلي بودیجې له ولایت مقام څخه تر کانونو ریاست پورې د کانال او پلچک د جوړیدو پروژې چارې ترسره کېږي، چې نن د مهترلام ښاروال الحاج مولوي رحمت الله شهامت او په داوطلبۍ. . .

BACK TO NEWS