د مهترلام ښاروالۍ له لوري د ښار د چمنونو او ګلدانونو د خړوبولو او منظمولو چارې ترسره شوې
د مهترلام ښاروالۍ د تخنیکي او مسلکي آمریت تر چتر لاندې، د تنظیف او زرغونتیا مدیریت له لوري د ښار په بېلابېلو سیمو کې د ګلدانونو، چمنونو او شنو ساحو د خړوبولو ترڅنګ د منظمولو چارې ترسره شوې
دغه فعالیتونه د زرغونتیا مامور ریحان الله اریان په مشرۍ ترسره شول، چې پکې د ټانکرونو په وسیله ګلدانونه او چمنونه اوبه شول او ورسره د ګلانو، زینتي بوټو او چمنونو د منظم ساتنې په موخه د قینچي کولو چارې هم ترسره شوې
مامور ریحان الله اریان وویل، چې د دغو فعالیتونو موخه دا ده چې د ښار شنې ساحې په منظم، ښکلي او زرغون حالت کې وساتل شي او ښاریانو ته پاک او زړه راښکونکی چاپېریال برابر شي
د یادونې وړ ده، چې د مهترلام ښاروالۍ زیارکښ کارکوونکي شپه او ورځ د ښار د نظم، پاکوالي او سمسورتیا لپاره نه ستړې کېدونکې هڅې کوي
