د مهترلام ښار د مارکیټونو د ښه نظم او اصلاح په موخه ناسته ترسره شوه
د مهترلام ښاروال الحاج مولوي نظر محمد عتیق د ځانګړې لارښونې پر بنسټ، د ښاروالۍ د تخنیکي او مسلکي چارو آمر انجنیر زاهد الله مجددي، د لومړۍ ناحیې مدیر ملا عباس ابراهیمي او د ښاري خدماتو مدیر اکرام الله سلیمي په ملتیا، د اصنافو له استازو سره د ښار د مارکیټونو د ښه نظم او اصلاح په موخه مهمه ناسته ترسره شوه
په ناسته کې انجنیر زاهد الله مجددي د اصنافو استازو ته سپارښتنه وکړه، چې په مارکیټونو کې دې پلې لارې خلاصې وساتل شي، د تشنابونو اسانتیاوې دې برابرې شي، مارکیټونه دې تازه رنګ شي، د درېیم منزل لپاره دې خوندي کټارې نصب شي او معیاري څپرې دې ولګول شي، څو ښاریانو ته لازمې اسانتیاوې برابرې شي او ښاري نظم لا پیاوړی شي
د لومړۍ ناحیې مدیر ملا عباس ابراهیمي وویل، انتقادونه اصلاحات راولي موږ اصلاحي انتقادونو ته هرکلی وایو، نوموړي زیاته کړه چې د ښار پاکوالي او نظم ته باید ځانګړې پاملرنه وشي
د اصنافو استازو په پیل کې د ښاروالۍ له ترسره شویو فعالیتونو مننه وکړه او ډاډ یې ورکړ، چې د نظم او اصولو رعایت ته به ځانګړې پاملرنه کوي. همداراز هغوی خپلې یو شمېر ستونزې هم شریکې کړې او د حل غوښتنه یې وکړه
د ناستې په پای کې د ښاروالۍ مسؤلنیو ټولو استازو ته ډاډ ورکړ چې شته ستونزو ته به یې رسیدنه کوي
