د مهترلام ښار قصابانو ته د پاک چاپېریال ساتنې په اړه عامه پوهاوی ورکړل شو

web_admin
Sun, Dec 07 2025 10:10 AM
قصابان

د مهترلام ښاروالۍ د ښاري حکومتولۍ آمر الحاج عباس عمري چې د مطبوعاتو او عامه پوهاوي مدیر یې ملتیا کوله، د مهترلام ښار له قصابیو څخه یې لیدنه وکړه او د پاک او منظم چاپېریال د ساتنې په موخه یې قصابانو ته لازمې لارښوونې وکړې

په دې لیدنه کې ښاغلي عمري د قصابیو مسؤلینو ته سپارښتنه وکړه چې د خپلو کارځایونو پاکوالي ته ځانګړې پاملرنه وکړي،
 هغه ټینګار وکړ چې د غوښې د میده کولو ګنډې باید دشپې له لوري په خوندي ځای کې کېښودل شي او د ورځې په مهال د غوښې د ساتنې لپاره باید پر هغې پلاستیک پوښ ولګول شي تر څو له ککړتیا څخه خوندي پاتې شي

عباس عمري، ټولو قصابانو ته خبرداری ورکړ چې له دې وروسته هر ډول سرغړونه قانوني تعقیب لري او د سرغړوونکي پر وړاندې به اړین اجرات سره کېږي، چې بیا حق د شکایت نه لري

د یادونې وړ ده چې د مهترلام ښاروالۍ ښاري حکومتولۍ آمریت له لوري د پاک ښار په موخه وخت پر وخت یاد اقدامات ترسره کېږي، ترڅو ښاریان له یو پاک او منظم ښار څخه برخمن اوسي

Latest news

Sun, Mar 01 2026 6:44 AM
Background image

د لومړۍ امنیتي حوزې ترڅنګ د پلو لارو د خلاصون او پاکونې چارې ترسره شوې

د مهترلام ښاروالۍ له لوري د ښار د لومړۍ امنیتي حوزې شاوخوا د پلو لارو د خلاصون او پاکونې چارې په منظم شکل ترسره شوې

دغه چارې د ښاروالۍ د تنظیف او سرسبزۍ مدیریت د زیارکښو کارکوونکو له. . .

Sat, Feb 28 2026 8:46 AM
Background image

په پنځمه ناحیه کې د ګلانو او زینتي بوټو د ساتنې لپاره کټارې ولګول شوې

د مهترلام ښاروالۍ له لوري د پنځمې ناحیې اړوند د سرک په عمومي ګلدان کې، چې تېره ورځ پکې د سیمې د ښکلا او زرغونتیا په موخه ګلان او زینتي بوټي کېنول شوي وو، د یادو بوټو د خوندي ساتنې لپاره. . .

Sat, Feb 28 2026 8:42 AM
Background image

د یو لړ مهمو پروژو په تړاو د مشورتي بورډ له غړو سره ناسته ترسره شوه

د مهترلام ښاروال الحاج مولوي رحمت الله شهامت په مشرۍ د ۱۴۰۵ مالي کال د یو لړ مهمو پروژو په تړاو د مشورتي بورډ له غړو سره مشورتي ناسته ترسره شوه

یاده ناسته د ښاروالۍ په مقام کې جوړه شوې. . .

BACK TO NEWS