د کارونو د ښه کیفیت په موخه له پروژو څخه لیدنه وشوه
د مهترلام ښار په بېلابېلو سیمو کې د مهترلام ښاروالۍ له داخلي بودیجې د بیارغونې یو شمېر پروژې روانې دي، چې د کارونو د ښه کیفیت او معیاري تطبیق د ډاډ ترلاسه کولو په موخه نن مهترلام ښاروال الحاج مولوي رحمت الله شهامت، چې د ارزیابۍ انجنیر ښاغلي محمود امیري یې ملتیا کوله، له یادو پروژو څخه یې لیدنه وکړه
د یادې لیدنې پر مهال ښاروال د پروژو مسؤلینو ته ټینګار وکړ چې ټول کارونه باید په اساسي، معیاري او د انجنیرۍ اصولو مطابق ترسره کړي
نوموړي زیاته کړه چې د پروژو څارنه به په دوامداره توګه کوي او که هر چا غیر معیاري او د انجنیرۍ اصولو خلاف کارونه ترسره کړل، ورسره به قانوني چلند کېږي
د یادونې وړ ده چې سږکال مهترلام ښاروالۍ د ۱۰۳ میلیونه افغانیو په ارزښت ۱۲ د بیارغونې پروژې پلې کوي، چې اوس مهال د پنځو پروژو چارې پیل شوي، او نورې تر تدارکاتو لاندې دي
