د مهترلام ښاروال په مشرۍ نوبتي اداري ناسته ترسره شوه
د مهترلام ښاروالۍ نوبتي اداري ناسته د مهترلام ښاروال الحاج مولوي نظر محمد عتیق په مشرۍ، د ښاروالۍ د امرینو او مدیرانو په ګډون ترسره شوه
په دې ناسته کې لومړی د تېر اداري مجلس د پرېکړو او ترسره شویو فعالیتونو راپور د اړوندو امرینو او مدیرانو له لوري وړاندې شو
ورپسې یو شمېر مهم اداري، تخنیکي او خدماتي موضوعات د بحث او ارزونې لاندې ونیول شول او په اړه یې لازمې پرېکړې وشوې
ښاروال ښاغلي عتیق د ټولو امرینو او مدیرانو له هڅو مننه وکړه او وې ویل، چې د ورسپارل شوو دندو په ترسره کولو کې یې د پام وړ پرمختګ کړی دی
نوموړي ټینګار وکړ، چې د مهترلام ښار د نظم، پاکوالي او زرغونتیا لپاره باید لا زیات کار وشي ترڅو ښاریانو ته لا ډیر اسانتیاوې برابرې شي
په پای کې ښاروال یو شمېر مشخصې دندې اړوندو مسئولینو ته وسپارلې او سپارښتنه یې وکړه، چې تر راتلونکې ناستې پورې دې د یادو دندو د اجراتو راپور له ښاروالۍ مقام سره شریک کړي
