د مهترلام ښاروالۍ د تنظیف زیارکښو کارکوونکو له لوري د کثافاتو د انتقال چارې ترسره شوې
د مهترلام ښاروالۍ د تخنیکي او مسلکي آمریت تر چتر لاندې
تنظیف او سرسبزۍ مدیریت زیارکښو کارکوونکو له لوري د لومڔۍ ناحيې اړوند د کثافاتو د انتقال او د کثافت دانیو د پاکولو چارې ترسره شوې
یاده چاره د مهترلام ښاروال الحاج مولوي نظر محمد عتیق په ځانګړې لارښونه د مامور عزت الله نیازي په مشرۍ ترسره شوه، چې په یادو کارونو کې هغه کثافت دانۍ چې په ساحو کې د کثافاتو له امله ډکې شوې وې خالي او د چاپېریالي اصولو مطابق یو لیرې ځای ته انتقال او دفن شوې
#زموږ_ښار_زموږ_کور
#شهرما_خانۀ_ما
