د مهترلام ښاروالۍ نوبتي اداري ناسته ترسره شوه

web_admin
Tue, May 12 2026 5:02 AM
ناسته

د مهترلام ښاروالۍ نوبتي اداري ناسته د مهترلام ښاروال الحاج مولوي نظر محمد عتیق په مشرۍ، د ښاروالۍ د امرینو او مدیرانو په ګډون ترسره شوه
په دې ناسته کې لومړی د تېر اداري مجلس د پرېکړو او ترسره شویو فعالیتونو راپور د اړوندو امرینو او مدیرانو له لوري وړاندې شو

ښاروال ښاغلي عتیق د ټولو امرینو او مدیرانو له هڅو مننه وکړه او وې ویل، چې د ورسپارل شوو دندو په ترسره کولو کې یې د پام وړ پرمختګ کړی دی
 نوموړي ټینګار وکړ، چې هر څوک باید خپلې چارې په صداقت او ایماندارۍ سره پرمخ یوسي، ترڅو ښه خدمت وشي

په پای کې ښاروال یو شمېر مشخصې دندې اړوندو مسئولینو ته وسپارلې او سپارښتنه یې وکړه، چې تر راتلونکې ناستې پورې دې د یادو دندو د اجرااتو راپور له ښاروالۍ مقام سره شریک کړي

Latest news

Tue, May 12 2026 5:02 AM
Background image

د مهترلام ښاروالۍ نوبتي اداري ناسته ترسره شوه

د مهترلام ښاروالۍ نوبتي اداري ناسته د مهترلام ښاروال الحاج مولوي نظر محمد عتیق په مشرۍ، د ښاروالۍ د امرینو او مدیرانو په ګډون ترسره شوه
په دې ناسته کې لومړی د تېر اداري مجلس د پرېکړو او. . .

Tue, May 12 2026 4:59 AM
Background image

د مهترلام ښاروالۍ تنظیف کارکوونکو له لوري له ویالو څخه ایستل شوي کثافات انتقال شو

د مهترلام ښاروالۍ د تخنیکي او مسلکي آمریت ترچتر لاندې د تنظیف او سرسبزۍ مدیریت زیارکښو کارکوونکو له لوري د لومړۍ ناحيې اړوند د ویالو او پلچکونو د پاکولو ترڅنګ د کثافاتو د انتقال چارې. . .

Tue, May 12 2026 4:54 AM
Background image

د مهترلام ښار د موټرو پلورنځیو مسؤلینو خپلې ستونزې له ښاروال سره شریکې کړې

د مهترلام ښار د موټرو د پلورنځیو (بارګینونو) مسؤلینو د خپلو ستونزو د حل په موخه له مهترلام ښاروال الحاج مولوي نظر محمد عتیق سره ناسته وکړه

د بارګینونو مسؤلینو په پیل کې د ښاروالۍ له. . .

BACK TO NEWS