د جمهوري ریاست د چارو ادارې لوی رئیس وایي، لغمان ولایت ته به د دویمې درجې ټول امتیازات ژر ورکړل شي.

Anonymous (not verified)
Sat, Aug 29 2020 7:13 AM
لغمان

 

دغه څرګندونې د جمهوري ریاست د چارو ادارې لوی رئیس ډاکټر فضل محمود فضلي لغمان ولایت ته د خپل سفر پرمهال ددې ولایت مسوولینو او ولسونو سره په ګډې جوړې شوې غونډه کې وکړې.

123

په دې ناسته کې د چارو ادارې عمومي رئیس سره د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې مالي او اداري معین ستر جنرال محمد ایوب سالنګي او راغلي پلاوي ملتیا کوله چې پرمهال یې د لغمان ولایت د مرکز او ولسوالیو لسګونه دیني عالمانو، قومي مشرانو، ځوانانو، مدني فعالانو او مېرمنو ګډون کړی وو.

دلغمان والي ښاغلي رحمت الله یارمل د چارو ادارې عمومي رئیس، د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې معین او راغلي پلاوي ته د هرکلي ترڅنګ ددې ولایت د ولسونو بېلا بېلې غوښتنې چې له مرکزي حکومت څخه یې لري شریکې کړې.

هغه د ولایت دویمې درجې امتیازات، د جمهور رئیس له لوري دسترو پروژو پیل او یو شمېر نورې هغه اساسي غوښتنې چې ددې ولایت ولسونه یې په بېلا بېلو برخو کې لري هم د چارو ادارې له عمومي رئیس سره شریکې کړې.

د ولسونو په استازوالۍ د ولایتي شورا رئیس عتیق الله عبدالرحیمزي وویل، چې په لغمان کې د ولسونو په همکارۍ په هره برخه کې د پروژو تطبیق ته زمینه برابره ده هیله ده چې مرکزي حکومت ددې ولایت له ولسونو سره کړې ژمنې په خپل وخت عملي کړي.

678

نوموړي د نویو ولسوالیو او د مهترلام ښار لپاره د امنیتي حوزو منظوري، د الینګار په استقامت تر نورستان ولایت پورې د سړک جوړیدل، قرغیو ولسوالۍ کې د یوه اساسي روغتون د چارو پیل او ګڼو برخو کې د ولسونو اساسي غوښتنې شریکې کړې.

د ښځو په استازوالۍ د لغمان ولایت د ښځو چارو رئیسې نسیمې شفیق سادات هم په خپل وار خبرې وکړې او ددې ولایت پوهنتون لپاره یې د یو شمېر اساسي پوهنځیو د منظورۍ غوښتنه وکړه.

هغې د مېرمنو ظرفیت لوړونې، د شهیدو شویو سرتېرو د اولادنو او کورنیو پاللو ته د حکومت د پاملرنې او نورو برخو کې د مېرمنو غوښتنې او وړاندیزونه شریک کړل.

په پای کې د چارو ادارې عمومي لوی رئیس ډاکټر فضل محمود فضلي خوښي اوښوده چې د الفت په ټاټوبي کې یې مسوولینو او ولسونو په خورا ښه شکل تود هرکلی وکړ.

هغه په هېواد کې د جګړو او نورو بېلا بېلو لاملونو له امله شهیدو شویو سرتېرو روح ته ددعا لاسونه لپه کړل.

د چارو ادارې لوی رئیس وویل، که څه هم د ولایت دویمې درجې د امتیازاتو د ورکړې مسله ورسره والي صیب تعقیبه وي، خو مرکز ته له ستنیدو سره سم به ددې ولایت لپاره د دویمې درجې ټولو امتیازاتو مسله په خپله تعقیب کړي.

ښاغلي فضلي زیاته کړه.:(( جمهور رئیس ته د شاهي کانال پروژه ستر ارزښت او لومړیتوب لري، کاغذي کارونه یې بشپړ شوي او ژر به یې عملي چارې په څو ورځو کې پیل شي، د ښځو لپاره به په ګڼو برخو کې کاري اسانتیاوې برابرې، د قرغیو ولسوالۍ لپاره د روغتون مسله به مرکز کې وزارت سره تعقیب او د لغمان پوهنتون لپاره د پوهنځیو زیاتیدو مسله به هم له اړوندو مسوولینو سره شریکه او تعقیب کړي.))

نوموړي زیاته کړه چې ددې ولایت د ولسونو ټولې غوښتنې، وړاندیزونه ستونزې به وزارتونو او نورو مسوولینو سره د حل په موخه شریکې کړي.

۱۳۹۹/۶/۷

#دلغمان #ولایت #درسنیو #اواړیکو #دفتر

#LMIC

#مهترلام_ښاروالۍ

 

Latest news

Sun, Mar 01 2026 6:44 AM
Background image

د لومړۍ امنیتي حوزې ترڅنګ د پلو لارو د خلاصون او پاکونې چارې ترسره شوې

د مهترلام ښاروالۍ له لوري د ښار د لومړۍ امنیتي حوزې شاوخوا د پلو لارو د خلاصون او پاکونې چارې په منظم شکل ترسره شوې

دغه چارې د ښاروالۍ د تنظیف او سرسبزۍ مدیریت د زیارکښو کارکوونکو له. . .

Sat, Feb 28 2026 8:46 AM
Background image

په پنځمه ناحیه کې د ګلانو او زینتي بوټو د ساتنې لپاره کټارې ولګول شوې

د مهترلام ښاروالۍ له لوري د پنځمې ناحیې اړوند د سرک په عمومي ګلدان کې، چې تېره ورځ پکې د سیمې د ښکلا او زرغونتیا په موخه ګلان او زینتي بوټي کېنول شوي وو، د یادو بوټو د خوندي ساتنې لپاره. . .

Sat, Feb 28 2026 8:42 AM
Background image

د یو لړ مهمو پروژو په تړاو د مشورتي بورډ له غړو سره ناسته ترسره شوه

د مهترلام ښاروال الحاج مولوي رحمت الله شهامت په مشرۍ د ۱۴۰۵ مالي کال د یو لړ مهمو پروژو په تړاو د مشورتي بورډ له غړو سره مشورتي ناسته ترسره شوه

یاده ناسته د ښاروالۍ په مقام کې جوړه شوې. . .

BACK TO NEWS