د مهترلام ښاروالۍ په عوایدو کې زیاتوالی راغلی، د روان کال په درې ربعو کې ۷۵ میلیونه افغانۍ عواید راټول شوي
د مهترلام ښاروالۍ د عوایدو مدیر نیکت الله عزیزي وايي، چې د عوایدو مدیریت تر دې دمه د روان ۱۴۰۴ مالي کال په لومړیو درې ربعو کې څه باندې ۷۵ میلیونه افغانۍ عواید راټول کړي دي چې د تیرکال د درېیو ربعو په پرتله پکې ۷ میلیونه افغانۍ زیاتوالی راغلی دی
د نوموړي پر وینا یاد عواید د ښاروالۍ د مارکیټونو او غرفو له کرایو، د ښاري خدمتونو، دروازو، او د جواز ورکولو له درکه په شفاف او دقیق ډول ټول شوي دي چې د کال ترپایه به د عوایدو کچه له ټاکل شوې اندازې هم لوړه شي
باید وویل شي، چې مهترلام ښاروالۍ سږکال د شاوخوا ۱۰۳ میلیونه افغانیو په ارزښت ۱۲ د بیارغونې پروژې په مهترلام ښار کې عملي کوي، چې اوس مهال د پنځو پروژو چارې روانې دي او نورې پروژې تر تدارکاتو لاندې دي، چې ډیر ژر به یې کارونه پیل شي
