د مهترلام ښاروالۍ د تنظیف کارکونکو له لورې د دوېیمې ناحيي د ویالو صفايي وشوه

د ښاري نظم د پاک چاپیریال ساتنې په موخه د مهترلام ښاروالۍ د تنظیف ډلې له لوري د مهترلام ښار د دوېیمې ناحیي اړوند د شپږم ګذر د ویالو صفایي تر سره شوه
د مهترلام ښاروالۍ د دویمې ناحيي مدیر حاجي محمد حسین وویل، چې هره ورځ د سهار له شپږو د مازیګر تر څلور بجو دوی د دویمې ناحيي په مختفلو برخو کې خپل فعالیتونه کوي، چې نن یې د نورو کارونو تر څنګ د شپږم ګذر د ویالو صفايي تر سره کړه
مهترلام ښاروال الحاج مولوي رحمت الله شهامت بیا له ټولو ښاریانو څخه غوښتنه کوي چې د ښار په پاک چاپېریال ساتلو کې له ښاروالۍ سره همکاري وکړي، کثافات د ښاروالۍ له لوري په لګول شویو کثافت دانیو کې واچوي ترڅو د ښاروالۍ د تنظیف ډله یې یو لرې ځای ته انتقال او دفن کړي