د مهترلام ښاروالۍ له لوري د مهترلام ښار د زرغونتیا چارې روانې دي

د مهترلام ښاروالۍ د تنظیف او سرسبزۍ مدیریت له لوري د دې ښار په ټولو پارکونو کې د نیالګیو، ونو، ګلانو او زینتي بوټو د حشراتو او نباتي ناروغیو د مخنیوي په موخه د دوا پاشۍ چاره پیل شوې، چې په ټولو پارکونو او ګلدانونو کې به عملي شي یاده چاره چې تقریباً یوه اوونۍ وړاندې پیل شوې تر اوسه په یو شمیر پارکونو او د ښار ګلدانونو کې دوا پاشي ترسره شوې ده د مهترلام ښاروالۍ د تنظیف او سرسبزۍ مدیر حاجي شفیعالله نیازي چې د یاد مدیریت مامور انجنیر ریحان اریان یې ملتیا کوه، د دوا پاشۍ له چارو څخه یې څارنه وکړه، ترڅو کارونه د پلان له مخې په معیاري شکل ترسره شيمدیر شفیع الله نیازي وویل، دا چاره به د ښار ټول پارکونه، ونې، ګلونه او زینتي بوټي رانغاړي، ترڅو د حشراتو او امراضو مخنیوی وشي او ښاري چاپېریال لا زیات زرغون او ښکلی پاتې شيد یادونې وړ ده چې د مهترلام ښاروالۍ د تنظیف او سرسبزۍ زیارکښ کارکوونکي هره ورځ د پلان له مخې د پارکونو، ګلدانونو او شنو ساحو د خړوبولو چارې هم په منظم شکل ترسره کوي