د مهترلام ښاروالۍ له لوري د کانال او پلچکونو د جوړیدو چارې په چټکۍ روانې دي
لغمان کې د مهترلام ښاروالۍ له داخلي بودیجې د ۶ نیم میلیونه افغانیو په ارزښت له ولایت مقام څخه تر کانونو ریاست پورې د کانال او پنځه پلچکونو د جوړیدو چارې په چټکۍ روانې دي
یاد کانال چې ۸۳۰ متره اوږدوالی لري په اساسي او معیاري شکل به جوړ شي چې اوس حال پکې شاوخوا ۲۵ کسانو ته په ورځني ډول د کار کولو زمینه هم برابره شوې ده
مهترلام ښاروال الحاج مولوي رحمت الله شهامت وخت پر وخت د تخنیکي او مسلکي انجنیرانو په ملتیا له یادې پروژې څخه څارنه کوي او د کار د ښه کیفیت په موخه ټینګار کوي
همداراز ښاروال وايي، چې د یاد کانال او پلچکونو په جوړیدو سره به سیمه کې د ادارو او کورونو د فاضلابو د اوبو بهیر روان شي او سیمه به له چټلیو وساتل شي
د یادونې وړ ده چې اوس مهال په مهترلام ښار کې د مهترلام ښاروالۍ له لوري د پنځو بیارغونو پروژې چارې روانې دي
