د پاک چاپېریال ساتنې په موخه په مهترلام ښار کې د کثافت دانیو لګولو لپاره ځایونه مشخص شول

د مهترلام ښاروالۍ د اداري پرېکړې پر اساس نن د مهترلام ښاروالۍ د لومړۍ ناحيي مدیر ملا عباس ابراهیمي په مشرۍ چې د ښاروالۍ د ټولو ناحیو مدیرانو او د مطبوعاتو مسؤل یې ملتیا کوله د پاک چاپېریال ساتنې په موخه یې په مهترلام ښار کې د کثافت دانیو لګولو لپاره مناسب ځایونه مشخص کړل
د یاد پلاوي له لوري په ښار کې د ښاریانو د غوښتنو او آشد ضروریت پر اساس ځایونه وټاکل شول، چې پکې به غټې فلزي کثافت دانۍ چې د مهترلام ښاروالۍ له داخلي بودجې د یو میلیون افغانیو په لګښت جوړې شوي، کېښودل شي
مهترلام ښاروالۍ رهبري له ټولو ښاریانو څخه غوښتنه کوي چې د ښار په پاک چاپېریال ساتلو کې له ښاروالۍ سره همکاري وکړي، کثافات د ښاروالۍ له لوري په لګول شویو کثافت دانیو کې واچوي ترڅو د ښاروالۍ د تنظیف ډله یې یو لرې ځای ته انتقال او دفن کړي