د ښاري نظم په موخه له مهترلام ښار څخه لیدنه وشوه

د ښاري نظم په موخه مهترلام ښاروال الحاج مولوي رحمت الله شهامت چې د لومړۍ ناحيي مدیر ملا عباس ابراهیمي یې ملتیا کوله له مهترلام ښار څخه یې لیدنه وکړه
په یاده لیدنه کې مهترلام ښاروال له هټیوالو او دوکاندارانو څخه په جدي توګه غوښتنه وکړه چې د کوچني اختر په رارسیدو سره ښاري نظم ته پام وکړي او پلې لارې بندي نه کړي
نوموړي وویل، که هرچا لاره بنده کړه ورسره قانوني چلند کېږي چې بیا حق د شکایت نه لري
همداراز هغه هټیوالو او دوکاندارانو چې بې نظمې کړې وه او په پلو لارو کې یې جنسونه اچولي ؤ د ښاروال له لوري د ښاري نظم د تنظیف انظباطانو ته دنده وسپارل شوه چې دشپې یې دوکانونه ورته مهرلاک کړي
د یادونې وړ ده چې له دې وروسته به تر اختره پورې هره ورځ د مهترلام ښاروالۍ د تنظیف کمیسیون د ښاري نظم په موخه په مهترلام ښار کې خپل فعالیتونه کوي