مهترلام ښاروال د ښاروالۍ له پروژو څخه څارنه وکړه

د مهترلام ښاروالۍ له بودیجې د ښار په مختلفو ساحو کې د بیارغونې غټې او وړې پروژې پیل شوي چې نن مهترلام ښاروال الحاج مولوي رحمت الله شهامت د يادو پروژو له کارونو څخه ليدنه وکړه
په یاده لیدنه کې ښاروال د پروژو مسؤلینو باندې ټینګار وکړ چې کارونه په میعاري او اساسي شکل تر سره کړي.
همداراز ښاروال د هغه کاریګرو ستونزې هم واوریدې کوم چې په یادو پروژو کې په کار بوخت دي
کاریګرو د ښاروالۍ له مقام څخه مننه وکړه چې په خپل وطن کې یې ورته د کار روزګار زمینه برابره کړې ده
د یادونې وړ ده چې مهترلام ښاروال ښاغلی شهامت د ښاروالۍ د نورو اُموراتو ترڅنګ د ښه معیاري او اساسي کارونو د ترسره کولو په موخه وخت ناوخت د ښاروالۍ له پروژو څخه هم لیدنه کوي