مهترلام ښاروال په دویمه ناحیه کې د حاجیانو سرک له چارو څخه لیدنه وکړه او د کار په ښه کیفیت یې ټینګار وکړ

web_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۲/۱۰ - ۱۲:۶
پروژې څځه ليدنه

د مهترلام ښاروالۍ له لوري د دویمې ناحيي اړوند د حاجیانو د کلي د سرک د جوړیدو چارې په منظم شکل د پلان له مخې روانې دي چې نن مهترلام ښاروال الحاج مولوي رحمت الله شهامت چې تخنیکي او مسلکي امر انجنیر زاهد الله مجددي یې ملتیا کوله د یادې پروژې له کارونو څخه لیدنه وکړه
ښاروال د پروژې مسؤلینو باندې د ښه معیاري او اساسي کار کولو ټینګار وکړ او ترې یې غوښتنه وکړه چې کارونه د پلان مطابق پر وخت ترسره کړي
یاده پروژه چې د مهترلام ښاروالۍ له داخلي بودجې د ۱۰ میلیونه افغانیو په ارزښت پیل شوې د ۳۶۰ متره په اوږدوالي او ۱۵ متره په پلنوالي سرک کانکریټ اچول، دواړه خواړو ته یې ویالې، پلې لارې او یو طرف ته یې استنادي دیوال جوړول شامل دي چې اوس مهال یې کارونه په منظم شکل جریان لري
د یادونې وړ ده چې په دغه پروژه کې په ورځني ډول شاوخوا ۳۰ کسانو ته د کار کولو زمینه هم برابره شوې ده

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۸ - ۴:۳۷
Background image

د مهترلام ښاروالۍ له لوري د یو کیلومتر په اوږدوالي د سرک هموارکارۍ چارې پیل شوې

د مهترلام ښاروالۍ له داخلي بودیجې د درېیمې او څلورمې ناحیو اړوند د «ار یک» تفصیلي پلان په ساحه کې د یو کیلومتر په اوږدوالي او ۳۰ مترو په پلنوالي د سرک هموارکارۍ چارې پیل شوې
یادې چارې د. . .

شنبه ۱۴۰۴/۷/۲۶ - ۹:۳۸
Background image

په مهترلام ښار کې د پاک چاپېریال ساتنې په موخه ګډ آشر ترسره شو

د مهترلام ښاروالۍ د ښاري حکومتولۍ آمریت تر چطر لاندې د پاک چاپېریال ساتنې او د ښاري فرهنګ د پیاوړتیا په موخه په مهترلام ښار کې ګډ آشر ترسره شو
یاد آشر چې د مهترلام ښاروال الحاج مولوي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۲۲ - ۸:۵۶
Background image

د مهترلام ښاروالۍ د سایه‌بانونو د جوړولو داوطلبي ترسره شوه

د مهترلام ښاروالۍ ریاست مقام د خپلو ماشینري او وسایطو د ساتنې او خوندیتوب په موخه د دوو سایه‌بانونو د جوړولو چاره ترسره کوي چې نن یې په همدې موخه د ښاروالۍ د عوایدو او محاسبې آمریت کې. . .

BACK TO NEWS