د مهترلام ښاروالۍ د تنظیف کارکوونکو له لوري د ویالو او پلچکونو د پاکولو ترڅنګ د کثافاتو د انتقال چارې ترسره شوې

web_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۴ - ۶:۴۹
صفایي

د مهترلام ښاروالۍ د تخنیکي او مسلکي آمریت تر چتر لاندې د تنظیف او سرسبزۍ مدیریت زیارکښو کارکوونکو له لوري د لومړۍ ناحيې اړوند د ویالو او پلچکونو د پاکولو ترڅنګ د کثافاتو د انتقال او د کثافت دانیو د پاکولو چارې ترسره شوې

یاده چاره د مهترلام ښاروال الحاج مولوي نظر محمد عتیق په ځانګړې هدایت د مامور ریحان‌الله اریان په مشرۍ ترسره شوه، چې له ویالو او پلچکونو څخه ټول کثافات راویستل شول او همداراز هغه کثافت دانۍ چې په ساحو کې د کثافاتو له امله ډکې شوې وې خالي او د چاپېریالي اصولو مطابق یو لیرې ځای ته انتقال او دفن شوې

د یادونې وړ ده چې د مهترلام ښاروالۍ د تنظیف ډله د پلان له مخې ټولو ناحیو ته د پاک چاپېریال ساتنې په موخه رسیدنه کوي

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۶ - ۵:۴۱
Background image

په مهترلام ښار کې د ۸۸ میلیونه افغانیو په لګښت ۱۲ بیارغونې پروژې پلي شوې

د لغمان مهترلام ښاروالۍ د ۱۴۰۴ مالي کال په جریان کې له خپلې داخلي بودیجې څخه په مهترلام ښار کې د ۸۸ میلیونه افغانیو په لګښت ۱۲ بیارغونې پروژې پلي کړې دي

مهترلام ښاروال الحاج مولوي نظر. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۶ - ۵:۳۰
Background image

د مهترلام ښاروال او د ملي راډیو تلویزیون امر ترمنځ د همغږۍ ناسته ترسره شوه

د لغمان ولایت د ملي راډیو تلویزیون امر قاري محمد طاهر صافي چې یو شمېر همکارانو یې ملتیا کوله له مهترلام ښاروال الحاج مولوي نظر محمد عتیق سره یې د همغږۍ ناسته ترسره کړه

په پیل کې د ملي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۴ - ۱۰:۵
Background image

مهترلام ښاروال له اداري شعباتو څخه لیدنه وکړه

مهترلام ښاروال الحاج مولوي نظر محمد عتیق د ښاروالۍ له بېلابېلو اداري امریتونو او مدیریتونو څخه لیدنه وکړه او د کارکوونکو د فعالیتونو ارزونه یې ترسره کړه

ښاروال د لیدنې پر مهال. . .

BACK TO NEWS