د مهترلام ښاروالۍ له لوري د څه باندې یو شپیته میلیونه افغانیو په ارزښت د دریو بېلا بېلو پروژو قرار دادونه له بېلا بېلو شرکتونو سره لاسلیک شول

Anonymous (not verified)
پنجشنبه ۱۳۹۸/۹/۲۸ - ۷:۴
ۤقراردادونه

 

دغه قرار دادونه د چهار شنبې په ورځ د قوس په ۲۷ نېټه له غرمې وړاندې د لغمان والي ښاغلي محمد اصف ننګ، د مهترلام ښاروال نظیف الله الکوزي او د قرار دادي شرکتونو له لوري لاسلیک شول.

د مهترلام ښاروال نظیف الله الکوزی وایي، چې نن یې د (۶۱۵۷۹۷۴۶) افغانیو په ارزښت درې بېلا بېل قرار دادونه له دریو مختلفو شرکتونو سره لاسلیک کړل چې د نوي ۱۳۹۹ مالي کال په لومړۍ میاشت کې به یې عملي چارې پیل شي.

هغه وایي، په دغو قرار دادونو کې د (۱۳۶۶۶۲۲۶) افغانیو په ارزښت د بابا صیب دښته کې د دوو پارکونو د احاطې دیوالونه، د (۱۳۱۰۰۰۰۰) افغانیو په ارزښت مهترلام ښاروالۍ لپاره د یوه سکواټور او دوو ډمپر ډوله موټرونو اخیستل او دغه راز د (۳۴۸۱۳۵۲۰) افغانیو په ارزښت د کابل ــ جلال اباد د سترې جوړیدونکې هډه کې د انتظار خونې مجهز سالون دی.

په ورته مهال د لغمان والي ښاغلي محمد اصف ننګ قرار داد اخیستونکو شرکتونو ته لارښوونه وکړه چې ژر دې په پوره کیفیت او د قرار داد مطابق ټولې چارې مخته یوسي.

هغه دغه راز د مهترلام ښاروالۍ له مسوولینو هم مننه وکړه چې د رغونې چارو په برخه کې یې هڅې ګړندۍ روانې دي.

بل لورته بیا ددغو پروژو درې واړو قرار داد اخیستونکو شرکتونو مسوولینو ډاډ ورکړ چې په پوره ژمنتیا او صداقت سره به چارې مخته وړي او په ټاکل شوي وخت به خپل کارونه بشپړ کړي.
۱۳۹۸/۹/۲۷
#دلغمان #ولایت #درسنیو #اواړیکو #دفتر
#مهترلام_ښاروالۍ

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۸ - ۴:۳۷
Background image

د مهترلام ښاروالۍ له لوري د یو کیلومتر په اوږدوالي د سرک هموارکارۍ چارې پیل شوې

د مهترلام ښاروالۍ له داخلي بودیجې د درېیمې او څلورمې ناحیو اړوند د «ار یک» تفصیلي پلان په ساحه کې د یو کیلومتر په اوږدوالي او ۳۰ مترو په پلنوالي د سرک هموارکارۍ چارې پیل شوې
یادې چارې د. . .

شنبه ۱۴۰۴/۷/۲۶ - ۹:۳۸
Background image

په مهترلام ښار کې د پاک چاپېریال ساتنې په موخه ګډ آشر ترسره شو

د مهترلام ښاروالۍ د ښاري حکومتولۍ آمریت تر چطر لاندې د پاک چاپېریال ساتنې او د ښاري فرهنګ د پیاوړتیا په موخه په مهترلام ښار کې ګډ آشر ترسره شو
یاد آشر چې د مهترلام ښاروال الحاج مولوي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۲۲ - ۸:۵۶
Background image

د مهترلام ښاروالۍ د سایه‌بانونو د جوړولو داوطلبي ترسره شوه

د مهترلام ښاروالۍ ریاست مقام د خپلو ماشینري او وسایطو د ساتنې او خوندیتوب په موخه د دوو سایه‌بانونو د جوړولو چاره ترسره کوي چې نن یې په همدې موخه د ښاروالۍ د عوایدو او محاسبې آمریت کې. . .

BACK TO NEWS