د مهترلام ښار د ویالو پاک کاري ترسره شوه

د مهترلام ښاروالۍ د تنظیف کارکونکو له لوري د مهترلام ښار د مختلفو برخو د ویالو پاک کاري ترسره شوه، په یاده پاک کاري کې پلچکونه او ویالې په بشپړ ډول پاکې شوې او کثافات ترې راټول او یو مناسب ځای ته انتقال کړل شول، د مهترلام ښاروالۍ د تنظیف پرسول هره ورځ د سهار له ۷ بجو څخه تر مازیګر ناوخته پورې د مهترلام ښار په مختلفو برخو کې خپل فعالیتونه کوي او کثافات راټولوي، د مهترلام ښاروالۍ رهبري له ټولو ښاریانو څخه غوښتنه کوي چې د ښار په پاک چاپېریال ساتلو کې له ښاروالۍ سره همکاري وکړي، کثافات د ښاروالۍ له لوري په لګول شویو کثافت دانیو کې واچوي ترڅو د ښاروالۍ د تنظیف ډله یې یو لرې ځای ته انتقال او دفن کړي