د مهترلام ښاروالۍ له لوري د ګلدانونو د منظم کولو چارې لا هم جریان لري

د مهترلام ښاروالۍ د تنظیف او سرسبزۍ مدیریت له لوري د مهترلام ښار او پاکونو د ګلدانونو د ګلانو ځمکې نرمولو او منظم کولو چارې پیل شوي چې د مهترلام ښار د پنځه واړه ناحیو د ګلدانونو ګلان او زینتي بوټو ځایونه به په منظم شکل جوړ کړل شي، یاده چاره یوه اوونۍ وړاندې پیل شوې او تر هغه به دوام کوي ترڅو د ښار او د پنځه واړه ناحیو ګلدانونه به په منظم شکل جوړ شي، د مهترلام ښاروالۍ د تنظیف او سرسبزۍ مدیریت له لوري له دې وړاندې د حشراتو او امراضو د مخنیوي په موخه په نیالګیو، ګلانو او زینتي بوټو باندې دوا پاشي او د تقوې لپاره یې حیواني او کیمیاوي سره هم ورکړل شوې ده، یاده دې وي چې د مهترلام ښاروالۍ د تنظیف او سرسبزۍ مدیریت د پرسونل له لوري وخت په وخت د ګلانو، ونو، زینتي بوټو، پارکونو او چمنونو څارنه او پالنه کېږي