د ښاریانو ستونزو او شکایتونو ته رسیدنه وشوه

د مهترلام ښاروالۍ د اداري پرېکړې او د ښاریانو د شکایتونو اوریدو پر اساس د مهترلام ښاروالۍ د څارنې او ارزونې امر الحاج عبدالطیف اخندزاده چې د دویمې ناحيي مدیر حاجي حسین الکوزي یې ملتیا کوله د لغمان سبزي مارکیټ له دوکانونو او هټیو څخه یې څارنه وکړه
په یاده څارنه کې د دوکاندارانو او هټیوالو جنسونه وکتل شو او پایمانې یې ترسره شوې
همداراز د یاد مارکیټ دوکاندارانو، عمده پلورونکو او هټیوالو ته سپارښتنه وشوه چې جنسونه په ټاکلي وزن وپلوري، که د هرچا جنس په وزن برابر نه ؤ قانوني چلند ورسره کېږي چې بیا حق د شکایت نه لري
د مهترلام ښاروالۍ له لوري د ښاري نظم او د ښاریانو شکایتونو او ستونزو رسیدنې په موخه وخت پر وخت په مهترلام ښار کې کمیسونونه ترسره کېږي