د مهترلام ښاروالۍ له لوري د ګلدانونو د بیارغونې او منظم کولو چارې پیل شوي

د مهترلام ښاروال الحاج مولوي رحمت الله شهامت په لارښونه د ښاروالۍ له داخلي بودجې د ښاري ښکلا، د ګلدانونو د بیارغونې، منظم کولو او رنګ کولو چارې پیل شوي
یاده چاره چې اوس مهال د دویمې ناحيي اړوند د سلطان غازي بابا ښار ګوټي د قوماندانۍ له درې لارې څخه شروع شوي، د دویمې ناحيي د ټولو ګلدانونو ترڅنګ به د ښار ګلدانونه هم په منظم شکل رنګ او ترمیم شي
یاده دې وي چې د ګلدانونو رنګ کولو او ترمیم کولو سره به د مهترلام ښار ښکلا لا پسې زیاته شي