دا ځل د اووم ګذر اوسیدونکو ته د پاک چاپېریال ساتنې او ښاروالۍ سره د همکارۍ په موخه عامه پوهاوی ورکړل شو
د مهترلام ښاروالۍ د ښاري حکومتولۍ آمریت ترچتر لاندې د مطبوعاتو او عامه پوهاوي مدیریت له لوري د پنځمې ناحيې اړوند اووم ګذر اوسیدونکو ته د پاک چاپېریال ساتنې او ښاروالۍ سره د همکارۍ په موخه عامه پوهاوی ورکړل شو
د عامه پوهاوي د ورکولو پر مهال د مهترلام ښاروالۍ د ښاري حکومتولۍ آمر الحاج عباس عمري ترڅنګ، د مطبوعاتو او عامه پوهاوي مدیر لعل آغا ابراهیمي، د پنځمې ناحيې مدیر محمد منیر فاروق او د یاد ګذر وکیل او مشرانو ګډون کړی وو
د مطبوعاتو او عامه پوهاوي مدیر ابراهیمي د پاک چاپېریال ساتنې ترڅنګ د یاد ګذر له ولسونو غوښتنه وکړه چې د ښاري خدماتو په تحویلولو کې له ښاروالۍ سره همکاري وکړي او د ښاري خدماتو محصول باید پر وخت تحویل کړي
د یادونې وړ ده چې له دې وړاندې په دویم، څلورم او پنځم ګذر کې هم یاده چاره د ښاري حکومتولۍ آمریت له لوري ترسره شوې
