د سلطان غازي بابا ښارګوټي دروازې ترڅنګ د ویالو پاکونه او د کثافاتو انتقال ترسره شو

د ښار د پاکوالي او یو منظم چاپېریال رامنځته کولو په موخه، د مهترلام ښاروالۍ د دویمې ناحيي د تنظیف او سرسبزۍ زیارکښو کارکوونکو د سلطان غازي بابا ښارګوټي دروازې ترڅنګ د سړک غاړې ویالې او پلچکونه پاک کړل
یادو کارکوونکو له ویالو او پلچکونو څخه خځلې او کثافات راټول کړل، ترڅو د اوبو د بهېدو مخه خلاصه او ښار له ناپاکۍ څخه وژغورل شي
همداراز، هغه کثافت دانۍ چې د وخت په تېرېدو سره له کثافاتو ډکې شوې وې، هم خالي شوې، او ټول کثافات یو لرې، خوندي ځای ته انتقال او هلته دفن شول
د مهترلام ښاروالۍ رهبري د مهترلام ښار له ټولو ښاریانو غوښتنه کوي چې د ښار په پاک ساتلو کې له ښاروالۍ سره همکاري وکړي، کثافات د ښاروالۍ له لوري په لګول شویو کثافت دانیو کې واچوي، ترڅو د تنظیف کارکونکي یې یو لرې ځای ته انتقال او دفن کړي