د مهترلام ښاروالۍ خبرتیا

مهترلام ښاروالۍ د ښاروالۍ داخل کې د موټروتم ځای او د تیلو پمپ لپاره د سایه بان جوړولو پروژه په قرارداد ورکوي. هر هغه شرکتونه چې په شرایطو برابر وي او د یاد قرارداد د نیولو لیوال وي، خپل غوښتنلیکونه دې د اعلان له نشر څخه تر ۲۱ ورځو پورې د مهترلام ښاروالۍ د تدارکاتو او خدماتو مدیریت ته وسپاري