د مهترلام ښاروالۍ د تنظیف کارکوونکو له لوري د ویالو او پلچکونو د پاکولو ترڅنګ د کثافاتو د انتقال چارې سره شوې

web_admin
Tue, Nov 25 2025 11:23 AM
تنظيف کارونه

د مهترلام ښاروالۍ د تخنیکي او مسلکي آمریت تر چتر لاندې د تنظیف او سرسبزۍ مدیریت زیارکښو کارکوونکو له لوري د لومړۍ ناحيې اړوند د ویالو او پلچکونو د پاکولو ترڅنګ د کثافاتو د انتقال او د کثافت دانیو د پاکولو چارې ترسره شوې
یاده چاره د مامور ریحان‌الله اریان په مشرۍ ترسره شوه، چې له ویالو او پلچکونو څخه ټول کثافات راویستل شول او همداراز هغه کثافت دانۍ چې په ساحو کې د کثافاتو له امله ډکې شوې وې خالي او د چاپېریالي اصولو مطابق یو لیرې ځای ته انتقال او دفن شوې
د یادونې وړ ده چې د مهترلام ښاروالۍ د تنظیف ډله د پلان له مخې ټولو ناحیو ته د پاک چاپېریال ساتنې په موخه رسیدنه کوي

Latest news

Thu, Dec 04 2025 8:26 AM
Background image

لغمان کې د مهترلام ښاروالۍ له لوري د ۱۲ میلیونه افغانیو په لګښت کانکریټي سړک جوړ او د ترافیکو پرمخ پرانېستل شو

لغمان کې د مهترلام ښاروالۍ له داخلي بودیجې څخه د مرکز مهترلام اړوند دویمې ناحیې "حاجيانو کلي" کې د ۱۲ میلیونه افغانیو په لګښت کانکریټي سړک په اساسي شکل جوړ او نن رسماً د ترافیکو پر مخ. . .

Thu, Dec 04 2025 7:54 AM
Background image

مهترلام ښاروال د یوې بلې پروژې قرارداد هم لاسلیک کړ

مهترلام ښاروالۍ خپل د موټرو، وسایطو او تیلو پمپ د ښې ساتنې په موخه د سایه بان پروژه پلې کوي، چې نن د مهترلام ښاروال الحاج مولوي رحمت الله شهامت او په داوطلبۍ کې ګټونکي انس لطیفي ودانیز. . .

Wed, Dec 03 2025 8:40 AM
Background image

د کانال او پلچک د جوړیدو قرارداد لاسلیک شو

د مهترلام ښاروالۍ له داخلي بودیجې له ولایت مقام څخه تر کانونو ریاست پورې د کانال او پلچک د جوړیدو پروژې چارې ترسره کېږي، چې نن د مهترلام ښاروال الحاج مولوي رحمت الله شهامت او په داوطلبۍ. . .

BACK TO NEWS