د مهترلام ښاروالۍ له لوري د بیارغونې کارونه په منظم شکل روان دي

د مهترلام ښار په مختلفو ساحو کې د مهترلام ښاروالۍ له لوري د بیارغونې د غټو او وړو پروژو چارې پيل شوي چې نن مهترلام ښاروال الحاج مولوي رحمت الله شهامت د يادو پروژو له کارونو څخه ليدنه وکړه
په یاده لیدنه کې ښاروال د پروژو مسؤلینو باندې ټینګار وکړ چې کارونه په میعاري او اساسي شکل تر سره کړي
نوموړي همداراز د ښاروالۍ انجینرانو ته سپارښتنه وکړه چې وخت په وخت له پروژو څخه څارنه وکړي ترڅو د بې کفیته کار مخه ونیول شي
یاده دې وي چې سږکال مهترلام ښاروالۍ د سل میلیونه افغانیو په ارزښت په مهترلام ښار کې مختلفې غټې او وړې پروژې تطبیقوي، چې تر دې دمه د نهو پروژو چارې بشپړې شوي، اته تر کار لاندې دي، او نورې به هم په پرلپسې ډول شروع شي