د مهترلام ښاروالۍ له لوري د نیالګیو او زینتي بوټو د ښکلا په موخه قینچي کاري پیل شوې ده

د مهترلام ښاروال الحاج مولوي رحمت الله شهامت په هدایت د مهترلام ښاروالۍ د تنظیف او سرسبزۍ مدیریت له لوري د پارکونو او ګلدانونو د زینتي بوټو قینچي کاري پیل شوې، چې د مهترلام ښاروالۍ د پنځه واړه پارکونو ترڅنګ د ښار د ګلدانونو ګلان، زینتي بوټي او نیالګي به په منظم شکل قینچي کاري شي
د مهترلام ښاروالۍ د تنظیف او سرسبزۍ مدیریت له لوري له دې وړاندې د حشراتو او امراضو د مخنیوي په موخه په نیالګیو او زینتي بوټو باندې دوا پاشي او د تقوې لپاره یې حیواني او کیمیاوي سره هم ورکړل شوې ده
د یادونې وړ ده چې د مهترلام ښاروالۍ له لوري د پارکونو او د ښار د شنو ساحو د اوبه کولو پلان هم په منظم شکل روان دی