د مهترلام ښاروالۍ له لوري د پارکونو، ونو او ګلانو د منظم کولو په موخه قینچي کاري پیل شوې

د مهترلام ښاروال الحاج مولوي رحمت الله شهامت په هدایت د ښاروالۍ د تنظیف او سرسبزۍ مدیریت له لوري د پارکونو، ونو، ګلدانیو د زینتي بوټو قینچي کاري د پلان له مخې په منظم شکل روانه ده، چې د مهترلام ښاروالۍ د پنځه واړه پارکونو ترڅنګ د ښار د ګلدانونو ګلان، زینتي بوټي او نیالګي به په منظم شکل قینچي کاري شي
یاده دې وي چې د مهترلام ښاروالۍ د تنظیف او سرسبزۍ مدیریت له لوري له دې وړاندې د حشراتو او امراضو د مخنیوي په موخه په نیالګیو او زینتي بوټو باندې دوا پاشي او د تقوې لپاره یې حیواني او کیمیاوي سره هم ورکړل شوې ده