د مهترلام ښار د آبادۍ او سمسورتیا په موخه د ښاروال په مشرۍ اداري ناسته ترسره شوه

د مهترلام ښاروالۍ د منظم اداري نظام د پیاوړتیا، د ښاري خدماتو د ښه والي، او د ښار د ستونزو د حل لپاره د مهترلام ښاروال الحاج مولوي رحمت الله شهامت په مشرۍ اداري ناسته ترسره شوه، چې پکې د ښاروالۍ ټول امرین او مدیران حاضر وو
په دې ناسته کې، په پیل کې امرینو او مدیرانو د تیرې اداري ناستې راپورونه او لاسته راوړنې له ښاروال سره شریکې کړې، او همداراز یو شمېر مهم او نوي موضوعات یې د بحث او تصمیم نیولو لپاره د ښاروالۍ ریاست مقام ته وړاندې کړل
ښاروال الحاج مولوي رحمت الله شهامت د ټولو حاضرینو د هڅو، مسؤلیت مننې، او د ښار د خدمت په برخه کې د صادقانه کارونو ستاینه وکړه. نوموړي زیاته کړه چې ښاروالۍ باید لا هم منسجمه، چټکه او د خلکو اړتیاوو ته ځواب ویوونکې اداره وي
همداراز، ښاغلي ښاروال یو شمېر نوي دندې او مسؤلیتونه په مشخص ډول د امرینو او مدیرانو ترمنځ وویشلې، او ټینګار یې وکړ چې د راتلونکې اداري ناستې تر نېټې باید یاد مسؤلیتونه عملي شي او تفصیلي راپورونه ورسره شریک کړل شي