د مهترلام ښار د پراختیا په موخه له ښار څخه موټر پلورنځي پنځمې ناحيي ته انتقال شول

web_admin
Sun, Dec 29 2024 9:43 AM
د موټر پلورنځيو انتقال

مهترلام ښاروالۍ د ښار د پراختیا او خلکو ته د کار روزګار برابرولو په موخه د مهترلام ښار د موټرو بارګینونه (موټر پلورنځي) د پنځمې ناحيي اړوند کابل ـ جلال آباد اډې ته انتقال کړل.

مهترلام ښاروال الحاج مولوي رحمت الله شهامت چې له یادو بارګینونو څخه یې لیدنه کوله وې ویل، دلته د موټر پلورونکو لپاره ډیر سهولتونه برابر شوي د هر بارګین لپاره نیم جریب ځکه ورکړل شوې ترڅو په اساسي او معیاري شکل جوړ او ګټه ترې واخیستل شي.

نوموړي وویل، یاد اقدام مو د ښار د استقامت او پراختیا په موخه کړی دی، هیڅ یو موټر پلورنځي ته په ښار کې اجازه نه ورکوو ترڅو پیر او پلور وکړي، ټول د بارګیتونو مسؤلین به یاده ساحه کې خپل کاروبار کوي.

مهترلام اوسیدونکي د ښاروالۍ د یاد کار ستاینه کوي او وايي، چې له دې سره ښار پراختیا مومي، د ګڼې ګوڼې مخنیوی کیږي او خلکو ته د کار کولو زمینه برابریږي.

د یادونې وړ ده چې مهترلام ښاروال شپه ورځ د مهترلام ښار د پراختیا او د ګڼې ګوڼې د مخنیوي په موخه نه ستړې کیدونکي هلې ځلې کوي.

Latest news

Tue, Jul 01 2025 1:50 PM
Background image

د مهترلام ښار د دویمې ناحیې اړوند د سړک د پاکوالي او زرغونتیا چارې ترسره شوې

د مهترلام ښاروالۍ د تنظیف او سرسبزۍ مدیریت د فعالیتونو په دوام، د ښار دویمې ناحیې اړوند د روښان پوهنتون څخه تر اطفایي امریت پورې د سړک دواړو غاړو د خاکروب (جارو) کولو چارې ترسره شوې
یاد. . .

Tue, Jul 01 2025 1:46 PM
Background image

په مهترلام ښار کې د غیرې قانوني دوکانونو د جوړولو مخه ونیول شوه

د مهترلام ښار د ښاري نظم د ټینګښت او د عامه ملکیتونو د خونديتوب په موخه، د ښاروال الحاج مولوي رحمت الله شهامت په لارښونه، د ښار د لومړۍ ناحیې اړوند د علاج روغتون ترڅنګ هغه غیرې قانوني. . .

Mon, Jun 30 2025 3:08 PM
Background image

په مهترلام ښار کې د سرک پر غاړو د بې‌نظمۍ مخنیوی؛ ښاروالۍ هټیوال خپلو ځایونو ته را وګرځول

د مهترلام ښاروالۍ د ښاري نظم د ټینګښت او د ترافیکي ستونزو د مخنیوي په موخه، د ښار د لومړۍ ناحیې مدیر ملا عباس ابراهیمي، چې د ښاروالۍ ښاري انظباط مدیر قاري سید آغا یې ملتیا کوله، د کلچه. . .

BACK TO NEWS