لغمان کې لس ټنه تاریخ تېره توکي وسوځول شول

web_admin
Sun, Feb 09 2025 11:10 AM
تاريخ تېره مواد وسوځول شو

نن یکشنبه لغمان کې لس ټنه تاریخ تېره توکي د مرستیال والي مولوي اخترمحمد مزمل، مهترلام ښاروال الحاج مولوي رحمت الله شهامت، او د صنعت او سوداګرۍ رئیس په شتون کې وسوځول شول
د لغمان د صنعت او سوداګرۍ رئیس مولوي سلامت خان بلال د معلوماتو له مخې په دغو تاریخ تېره موادو کې خوراکي او غیر خوراکي توکي شامل ؤ، چې د مرکز په شمول له ولسوالیو څخه د یو ګډ کمېسون له لوري چې صنعت او تجارت، مهترلام ښاروالۍ، صحت عامه، امنیه قومندانۍ، ولایت مقام او محیط زیست شامل دي راټول او نن وسوځول شول
د صنعت او تجارت رئیس وویل، چې د یاد کمیسون له لوري یاد مواد د یو کال په موده کې راټول شوی ؤ چې د دغو تاریخ تېره موادو ارزښت درې میلیونه افغانۍ وه
د لغمان مرستیال والي ددغو تاریخ تېره توکو د سوځولو پر مهال پر هټۍ والو غږ وکړ، چې د تاریخ تېره موادو له پلورلو دې ډډه وکړي؛ ځکه چې زیان یې عامو ولسونو ته اوړي او په بېلا بېلو ناروغیو اخته کېږي
دا لومړی ځل نه دی، چې په لغمان کې تاریخ تېره مواد سوځول کېږي؛ بلکې له دې وړاندې هم د یاد کمیسون له لوري سوځول شوي دي

Latest news

Tue, Aug 26 2025 10:31 AM
Background image

په مهترلام ښار کې د ډاکټر محمد ظاهر پارک د خړوبولو لپاره د ویالې جوړولو چارې پیل شوې

د مهترلام ښاروال، الحاج مولوي رحمت الله شهامت، په ځانګړې لارښونه د ښاروالۍ د تنظیف او سرسبزۍ مدیریت له لوري د ډاکټر محمد ظاهر پارک د نیالګیو او شنو ساحو د خړوبولو لپاره د یوې ویالې د. . .

Tue, Aug 26 2025 9:29 AM
Background image

په دویمه ناحیه کې د سرک د کانکریټ اچونې چارې پیل شوې

د مهترلام ښاروالۍ له داخلي بودیجې څخه د ۱۰ میلیونه افغانیو په لګښت د دویمې ناحیې اړوند د حاجیانو کلي د سرک د کانکریټ اچونې چارې په منظم شکل جریان لري

د مهترلام ښاروالۍ مطبوعاتي مسؤل. . .

Mon, Aug 25 2025 9:41 AM
Background image

د مهترلام ښاروال په مشرۍ د ښاروالۍ نوبتي ناسته ترسره شوه

نن د مهترلام ښاروالۍ نوبتي اداري ناسته د مهترلام ښاروال الحاج مولوي رحمت الله شهامت په مشرۍ د ښاروالۍ د امرینو او مدیرانو په ګډون ترسره شوه
په دغه ناسته کې د امرینو او مدیرانو له لوري د. . .

BACK TO NEWS