مهترلام ښاروالۍ ریاست کې د حاضرۍ سیستم د شفافیت په موخه برېښنايي حاضري ولګول شوه

د ښاروالیو چارو د سمون لوی ریاست د حکم پر اساس او د مهترلام ښاروال الحاج مولوي رحمت الله شهامت په لار ښوونه د ادارې د ښه منظم کیدو او حاضرۍ سیستم کې د شفافیت راوستو په موخه په مهترلام ښاروالۍ ریاست کې الکترونکي حاضري فعاله شوه
د ښاروالۍ د بشري سرچینو مدیر عبدالواسع واحدي وویل: د یادې حاضرۍ په فعالیدو سره د کاروکونکو د حاضرۍ راپور پر وخت او په حاضرۍ کې شفافیت رامنځته شو
نوموړي وویل: پخوا مو له کاغذي حاضرۍ څخه استفاده کوله چې له یو لړ ستونزو سره مخ ؤ، د یادې برېښنايي حاضرۍ په فعالیدو سره مو په حاضرۍ کې شفافیت رامنتځه شو.